ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

انتونیو ګوترش: په دې سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو

دغه‌راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.

نوموړي پر په خپله اېکس پاڼه په یوه پيغام کې ویلي، چې په دې سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو.

ښاغلي ګوترش ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ډلې ګډ کار پيل کړی او له زیانمنو سره به د مرستې په موخه ټولې هڅې وکړي.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د هېواد په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې ده.

دغه سازمان ویلي، چې د دوی ډلې په سیمه کې شتون لري او له زیانمنو کسانو سره بېړنۍ مرستې کوي.