ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ ندا محمد ندیم د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د علمي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د لوړو زده‌کړو وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د ګډو پروګرامونو د جوړولو سربېره د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی.‍

 په دې لیدنه کې شیخ ندا محمد ندیم ، افغانستان ته د یاد هېواد د استادانو د را استولو، د لابراتوارونو تجهیز، د تحصیلي نصاب پیاوړتیا او د پوهنتونونو استادانو لپاره د لنډ مهاله پروګرامونو جوړولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه راز ګزیز اکباسوف ډاډ ورکړی، چې دغه غوښتنې به له خپلو چارواکو سره شریکې کړي.

نوموړي د وروستۍ زلزلې له قرباینانو سره خواخوږي ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد یې په هر ډول شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.