ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر د شیخ ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې؛ د افغانستان او جاپان اړیکې به لا پسې پیاوړې شي

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونې ترڅنګ، د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړې ده.

شیخ ندا محمد ندیم ویلي، چې جاپان د اسلامي امارت او د افغانستان خلکو دیني او کلتوري ارزښتونو ته پر درناوي او مثبت چلند سره خپلې اړیکې په ښه توګه ساتلې دي او موږ له ټولو نږدې او لرې هېوادونو سره د داسې ښو اړیکو غوښتونکي یو، چې پر متقابل درناوي ولاړې وي.

نوموړي د تاریخ په اوږدو کې او په ځانګړي ډول په وروستیو څلورو کلونو کې د جاپان له مرستو او همکاریو څخه مننه کړې او د دغو همکاریو پر پیاوړتیا او دوام یې ټینګار کړی دی.

 وروسته د جاپان سفیر تاکویوشي کورومایا، د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ مراتبو وړاندې کولو تر څنګ، زیانمنو شویو خلکو لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړی دی.

تاکویوشي کورومایا په دغه لیدنه کې د خپل ماموریت پای ته رسېدو ته په اشارې سره ویلي، افغانستان او جاپان اوږد مهالې اړیکې لري او موږ به دا ښې اړیکې لا پسې وغځوو.

نوموړي په افغانستان کې د خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه ماموریت به یې نوی سفیر په غاړه واخلي.

دغه‌راز ښاغلي تاکویوشي کورومایا ویلي، چې افغانستان د ښه پرمختګ پر لور روان دی.