د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د ننګرهار او کونړ ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
ستر جنرال فصیح الدین په خپل پیغام کې ویلي، په ډېره خواشینۍ سره یې خبر ترلاسه کړ، چې تېره شپه د یوې زورورې زلزلې له امله په یادو ولایتونو کې یو شمېر هېوادوال شهیدان شوي، ګڼ نور ټپیان شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
نوموړي د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي او د ټولو شهیدانو لپاره یې د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره بشپړې روغتیا او د پاتې شویو کورنیو لپاره د جمیل صبر دعا کړې ده.
همداراز، د وسلوال پوځ لوی درستیز ټولو قطعاتو او اړوندو بنسټونو ته لارښوونه کړې، څو په وخت سره د زیانمنو شویو خلکو د ژغورنې، مرستې او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.
ستر جنرال قاري فصیح الدین فطرت په پای کې هیله څرګنده کړې، چې الله تعالی دې افغانستان او د دې هېواد ولس له هر ډول طبعي پېښو او مصیبتونو څخه وساتي.

