د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره ننګرهار او کونړ ته د زلزلهځپلو هېوادوالو د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او هر اړخیزې رسېدنې په موخه سفر وکړ.
مولوي نور جلال جلالي، چې نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، لومړی ننګرهار او له هغه ځایه د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار درې او ودیر سیمو ته، چې ډېر اوسېدونکي یې زیانمن شوي، سفر وکړ.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه سفر موخه د زلزلې له کبله د زیانمنو شویو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدماتو او اړتیاوو ارزونه، د روغتیایي خدماتو رسونه، د ټپیانو د لېږد له پروسې کتنه او د سیمې د وضعیت له نږدې لیدنه دی.
ښاغلي وزیر د دې سفر په ترڅ کې له روغتیایي مسوولینو، بنسټونو او ولسي وګړو د هڅو قدردانی وکړ او اړونده مسوولینو ته یې د لا ښو خدماتو سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د زلزلې له پېښې راهیسې، د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د لارښوونې له مخې، په څلورو ولایتونو او د کابل په مرکز کې روغتیایي مراکز د عاجل حالت د ځواب ویلو لپاره چمتو دي.
د دې ترڅنګ، د رهبرۍ په لارښوونه روغتیایي ټیمونه تېر ماښام سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او له تېرې شپې تر دې دمه په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د سلګونو ټپیانو درملنه ترسره شوې ده.

