د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۶۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۱۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۷۷ کورنیو سره ټولې۵پینځه میلیونه او ۲۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۹۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۱۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۲ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۶۵ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۱۶۳ تنه راستانه شویو کډوال درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۹۵ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۳۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۷۹ تنه و، کندهار، هرات، زابل، لوګر، پکتیکا، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۱۵۱ زره او۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۲۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې یو زر او ۶۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو نهه زره او ۵۵۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه یو زر او ۲۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۲۴۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه، ۶۸۳ زره او۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۴۸۴ کورنیو سره ټولې۱۲ میلیونه او ۵۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته درې زره او ۲۷۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې ۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۱۹۹ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: انګور اډه کې ۱۲۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ تنه و، د هلمند خانشین ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۴۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸ کورنیو سره ټولې۳۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۸۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۵۱۰ تنه و، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز، بغلان، خوست، سمنګان، فاریاب، پروان، لوګر، دایکنډي، کاپيسا، پکتیا، او کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه،۴۲۷ زره او ۱۴۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: دوه زره او ۷۳۵ کورنۍ او ۱۶ زره او ۳۳۸ وګړي
لېږدول شوي کډوال: دوه زره او ۳۰۲ کورنۍ او ۱۲ زره او ۶۱۴ وګړي
مرسته شوي کډوال: دوه زره او ۶۰۵ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: درې زره او ۴۶۹ عدده

