ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 430

لوګر کې د مسؤلینو په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یوې ولسي  جرګې او غونډې له لارې د لوګر او بامیانو ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ دوښمني او شخړه د وروستۍ هوکړې او بخښنې وروسته پای ته ورسېده.

کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د قومي شخړو د هوارۍ او د ټولنې د یووالي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ورته مهال، ګډونوالو د اسلام له نظره د سولې او ورورولۍ پر ارزښت ټینګار کړي او د مقتول له کورنۍ یې د زغم او بخښنې له امله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي، د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي، د لوګر او پکتیا مرستیال والیانو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ولسي خلک ګډون درلود.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې د ترکیې بلو ولایت دولتي پوهنتون له رییس سره کتلي

په ترکیه کې د اسلامي امارت فرهنګي اتشې قاري حمدالله تمکین د یاد هېواد د بلوي ولایت د دولتي پوهنتون له رییس دوکتور مصطفی علي‌شارلي سره کتلي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ په تاریخي او فرهنګي ژورو مشترکاتو خبرې کړي.

پروفیسور علي شارلي ویلي، چې اوس مهال په بلو دولتي پوهنتون کې له ۵۰۰ تنو څخه زیات افغان زده کړیالانو د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د طب، انجینري، شرعیات، اقتصاد، قابلګي، نرسنګ او نورو علومو په برخه کې په زده‌کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان زده‌کړیالان مؤدبه، لایق او ځیرکه دي او تل یې د پوهنتون په علمي او فرهنګي پروګرامونو کې خپله وړتیا ښودلې ده.

د بلو ولایت دولتي پوهنتون رییس ټینګار کړی، چې تل افغان زده کړیالانو ته سپارښتنه کوي، ترڅو د خپلو زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته خپل هېواد ته ستانه او د خپل هېواد د خدمت په برخه کې هڅې وکړي.

ورته مهال، قاري حمید الله تمکین د ترکیې هېواد د علمي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل:« موږ او تاسې د لویو مشترکاتو او ارزښتونو درلودونکي یو، چې له ډلې څخه یې یو هم د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي لوړ شخصیت دی چې د دواړو دوست ملتونو ترمنځ یې د فرهنګي پل په توګه رول لوبولی دی، زموږ اړیکې د ترکیې هېواد سره پخوانۍ او ټینګې دي.»

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۳۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه

د اسلام کلا له لارې ۹۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۶۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰۸ کورنیو سره مجموعًا درې میلیونه او ۲۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۵۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له نیمروز څخه ۲۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰ تنه و، هلمند، فراه، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۱۱ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۳ کورنیو سره مجموعًا  ۱۰۳۴۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۵۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۴۱ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

د سپین بولدک له لارې ۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

 له سپین بولدک څخه ۷۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۷ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۳۸۶ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳ کورنیو سره مجموعًا ۷۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو زره او ۱۳۰ تنه خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي: 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه

د تورخم له لارې ۵۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۹۰۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له تورخم څخه ۳۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۵۸ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه او ۲۶۹ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲۱ کورنیو سره مجموعًا دوه میلیونه او ۶۱۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه

په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي.

مخابرات راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۲۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه

له کابل څخه ۳۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زره او ۷۰۰ تنه و، بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه او ۳۸۹ زره او ۴۹۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               یو زره او ۶۹۳ کورنۍ او شپږ زره و ۲۰۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۸۰۷ کورنۍ او ۴۴۰۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۹۵۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:      یو زره او ۴۷۱ عدده

د ملګرو ملتونو یوې ملاتړې ادارې په لومړي ځل غزه کې قحطي تایید کړه

د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب یوې ملاتړې ادارې «IPC» په لومړي ځل غزه کې قحطي تاییده کړه

د خوړو خوندیتوب د مدغم پړاو درجه بندۍ «IPC» ډلې په راپور کې ویل شوي، چې له نیم میلیونه څخه ډېر فلسطینیان د اسراییلو د جګړې تر سیوري لاندې د لوږې له ناورین سره مخ دي.

راپور زیاتوي، دغه قحطي د غزې تړانګې په شمال کې رامنځته شوې، چې د را روانې سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې به د غزې مرکزي او سویلي دیرالبلاح او خان یونس سیمو ته هم پراخه شي.

په دغه راپور کې روانه قحطي پینځمه درجه یاده شوې، چې د خوړو خوندیتوبه تر ټولو ناوړه کچه ښيي.

د اسراییلو یرغلګرو بریدونه هره ورځ د غزې د اوسیدونکو ژوند اخلي، او په غزه کې د لوږې له امله مړینې هم مخ پر زیاتیدو دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په غزه کې د لوږې او قحطۍ له امله د قربانیانو شمېر ۲۶۹ ته رسیدلی، چې ۱۱۲ یې ماشومان دي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې د خپل‌سرو ډلو د شتون په اړه د ځینې هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په امنیت شورا کې د ځینو هېوادونو هغه اندېښنې بې ځایه بللي، چې ګواکې افغانستان کې د نورو هېوادونو خپل‌سرې ډلې شتون لري.

ښاغلي مجاهد دغه ادعاوې رد کړي او له ټولو هغو جهتونو چې په دې اړه اندېښنې خپروي غوښتي، چې بې دلیله دې د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېڅ شواهد نشته چې ورته ادعاوې ثابتې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی:«راځۍ د بې ځایه ادعاوو پرځای باید په افغانستان کې موجود امنیت او پرمختګ یو ښه فرصت وبولو او همکاري ورسره وکړو.»