ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 429

په اسټرالیا کې زرګونه لاریون کوونکو د غزې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده

د راپورونو له مخې، د اسټرالیا په بېلابېلو برخو کې زرګونه خلکو پراخه لاریونونه کړي او په غزه کې یې د لوږې، قحطۍ او نسل‌وژنې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

دوی د اسرائیلي رژیم د تحریم، له دغه هېواد سره د وسلو د دوه‌ اړخیزه سوداګرۍ د پای ته رسولو او د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنه هم کړې ده.

ورته مهال، د بښنې نړیوال سازمان په ګډون ۲۵۰ ټولنیزو سازمانونو له دغو لاریونونو ملاتړ کړی او د غزې جګړې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

دغه لاریونونه له هغې وروسته پیل شول، چې د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب یو ادارې (IPC) لومړی ځل په رسمي توګه په غزه کې قحطي تایید کړه.

پنټاګون اوکراین د روسیې پر خاوره د امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو له کارولو منع کړی

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اوکراین ته اجازه نه ورکوي، چې د روسیې په خاوره کې د اهدافو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکي توغندي (ATACMA) وکاروي.

د راپور له مخې، امریکايي چارواکو په تېرو څو میاشتو کې کې‌یف ته اجازه نه ده ورکړې، چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره له دغو توغندیو ګټه واخلي.

د سرچینو په وینا، اوکراین یو ځل هڅه کړې، چې د ATACMS توغندیو پر مټ د روسیې په خاوره کې موخې په نښه کړي، خو دغه ګام په مستقیم ډول د امریکا له مخالفت سره مخ شوی.

له دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې په نومبر میاشت کې اوکراین ته اجازه ورکړې وه، تر څو د توغندیو له دې سیسټم څخه د روسیې په داخل کې د موخو په نښه کولو لپاره ګټه واخلي.

مولوي قدرت‌الله جمال پکتیا کې د ملي راډیو تلویزیون له امریت څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د ملي راډیو تلویزیون د امریت له فعالیتونو څخه د لیدنې ترڅنګ له مسولینو سره کتلي.

په دې لیدنه کې د ملي راډیو تلویزیون د چارو د ښه‌والي، د خپرونو د کیفیت لوړولو، د تخنیکي ستونزو د حل او د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي قدرت‌الله جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چارو ارزونې، د تفریحي سیمو پراختیا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي له دې وړاندې هم له ځایي چارواکو سره کتلي او د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ له تفریحي پارک څخه یې هم لیدنه کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۷۵۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵۷) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۷۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۹۰۲) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه (۲۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۲) تنه و، فراه، کندهار، هرات، او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۹۱۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۳) کورنیو سره مجموعًا (۳۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۸۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۵۰) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۵۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۳) کورنیو سره مجموعًا (۴۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۹۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۶۵۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۳۱۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۴۶۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۲۸) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۴۳۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۵۰) کورنیو سره مجموعًا (۳۶۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۴۵۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۴۱‍) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲۶) تنه و، کندز، تخار، بلخ، پروان، سمنګان، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۹۰۰۷۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: (۱۶۰۶) کورنۍ او (۵۹۶۲) افراد

لېږدول شوي کډوال: (۶۲۱) کورنۍ او (۳۲۴۶) افراد

مرسته شوي کډوال: (۹۰۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۶۰۲) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

غور کې د اوبو رسولو د دوو شکبو د جوړولو چارې پيل شوې

د غور ولایت په پسابند او تیوره ولسوالیو کې د څه‌باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

په دې شبکو کې د دوو څاه‌ګانو کیندل، د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د ۲۵ زره او ۲۷۳ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۰۵ شیردهنونو او ۳۴ سولرو نښلول شامل دي.

د یادو شبکو د چارو په پيل سره به لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې ۴۶۸ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر پکتیا پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې پرانیستې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په پکتیا پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې پرانیستې.

په دغو پروژو کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د تدریسي روغتون لپاره د روغتیایي تجهیزاتو پېرل او د یوه محراب جومات جوړول شامل دي.

شیخ ندا محمد ندیم د یاد پوهنتون استادانو او محصلینو ته په وینا کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار کړی او سپارښتنه یې کړې، چې د خپلو زده‌کړو موخه دې د الله تعالی رضا او د اسلامي ټولنې خدمت وي.

مولوي عتیق‌الله عزیزي بامیانو ته د سفر په ترڅ کې د تاریخي میراث د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي بامیانو ولایت ته سفر کړی او له والي مولوي عبدالله سرحدي سره یې کتلي.

په دې لیدنه کې د بامیانو د تاریخي ابداتو د استحکام او د لرغونو سیمو او زاړه ښار د ساتنې په اړه خبرې شوې دي.

مولوي عبدالله سرحدي د بامیانو د لرغونو ارزښتونو ساتنه د ملي او نړیوال میراث یوه مهمه برخه بللې او ټینګار یې کړی، چې باید د اړوند بنسټونو په همغږۍ د دغو سیمو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري سعید مصطفی صالح هم د بامیانو د روان کلتوري او مطبوعاتي بهیر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.

مولوي عتیق‌الله عزیزي د ملګرو ملتونو د فرهنګي سازمان (یونسکو) او یو شمېر نورو موسسو لخوا د بامیانو په ضحاک، غلغله، بودا او نورو تاریخي سیمو کې له روانو پروژو څخه لیدنه کړې ده.

ښاغلي عزیزي د دغو پروژو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د کار چټکتیا د څرنګوالي ارزونه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د یادو پروژو پلي کول نه یوازې د بامیانو د تاریخي هویت په خوندیتوب کې مهم رول لري، بلکې د نړیوالو ګرځندویانو د جلبولو لپاره هم یوه ښه زمینه برابروي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان لرغوني اثار د بشري تمدن ګډه شتمني ده او د ساتنې لپاره یې نړیواله همکاري اړینه ده.

مولوي قدرت الله جمال د ځاځي اریوب له تفریحي پارک څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ له تفریحي پارک څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد پارک تر څنګ د هغه هوټل د جوړېدو چارې هم له نږدې څارلې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پراختیايي بودیجه جوړېږي.

ښاغلي جمال ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د سیلانیانو د جذب او هوساینې لپاره په دغه سیمه کې نورې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

د دې تر څنګ مولوي قدرت الله جمال د پکتیا ختیځو ولسوالیو ته هم د ارزونې سفر کړی او په یادو سیمو کې یې د وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو اسانتیاوو ستاینه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال د اړوند ریاست د چارو ارزونې، د تفریحي سیمو پراختیا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.