د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ له تفریحي پارک څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یاد پارک تر څنګ د هغه هوټل د جوړېدو چارې هم له نږدې څارلې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پراختیايي بودیجه جوړېږي.
ښاغلي جمال ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د سیلانیانو د جذب او هوساینې لپاره په دغه سیمه کې نورې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
د دې تر څنګ مولوي قدرت الله جمال د پکتیا ختیځو ولسوالیو ته هم د ارزونې سفر کړی او په یادو سیمو کې یې د وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو اسانتیاوو ستاینه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال د اړوند ریاست د چارو ارزونې، د تفریحي سیمو پراختیا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.

