ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 428

شیخ محمد خالد حنفي: اسلامي امارت د تعلیمي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده‏

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي نورستان کې د یو جومات د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د تعلیمي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او په تېرو کلونو کې د هېواد په کچه ګڼ شمېر جوماتونه او تعلیمي مرکزونه جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د الله تعالی شکر دی، چې اوس‌مهال په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی او ټول افغانان په یووالي او ورورولۍ کې ژوند کوي.

ښاغلي حنفي په دې مراسمو کې له خلکو غوښتي، تر څو په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

دا جومات د امریکايي اشغالګرو په بمبارۍ کې ویجاړ شوی و، چې اوس د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جوزجان له والي سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

د جوزجان والي په دې ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فعالیتونو په لړ کې د جهادي اثارو د ساتنې په موخه د جهادي موزیم په جوړولو، په فیض اباد ولسوالۍ کې د مطالعې کلتور د پراختيا لپاره عامه کتابتون ته د ودانۍ په جوړولو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځمکو د ودانولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

همدارنګه په دې ولايت کې یې سيلانيانو ته د اسانتياوو پر برابرولو او د ځوانانو د ستونو حل په موخه هر اړخیز بحث کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخواه د جوزجان له والي سره په خبرو کې یادو موضوعاتو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د جهادي اثارو د ساتنې په موخه به د جهادي موزیمونو پر جوړولو سربېره، جهادي ارشیف او د تېر جهاد او مبارزې تاریخ هم ولیکل شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د پکتیکا پوهنتون د محصلینو په فراغت‌غوڼده کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنتون د ۱۴۰۴ کال محصلینو په فراغت‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې سیمه‌ییزو مسولینو، د پکتیکا پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، اداري کارکوونکو، فارغ التحصیلانو د هغوی د کورنیو غړو او سپین‌ږیرو ګډون کړی و.

شیخ نداء محمد ندیم په دې غونډه کې فارغو شویو محصلینو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ ویلي، چې د امکان په صورت کې په لېسانس زده‌کړو بسنه مه کوئ، ماسټري او دوکتورا وکړئ او ځانونه په تخصص کې پیاوړي کړئ.

نوموړي محصلینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل مسلک اړوند کار وکړي او د خپلو خلکو لپاره په اخلاص خدمت وکړي.

له محصلینو یې غوښتي، چې خپل دوست او دښمن وپېژني او د دښمن فکري او عقیدوي جګړې ته متوجه اوسي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د پکتیکا ولسونو ته د دوی د ارزښتناکو خدمتونو او د افغانستان اسلامي امارت له ملاتړ څخه مننه کړې ده.

دغه‌راز د دې ولايت له ولسونو يې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ندیم هغوی ته له اسلامي امارت سره د ښه محبت او ښه اطاعت سپارښتنه کړې او خپلمنځي یووالي او وحدت ته یې رابللي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ په غونډه کې کورنیو تولیداتو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار شوی

د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۷مه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د تدارکاتي پروسو د شفافیت او چارو د ژر ترسره کولو، د درملو د بیو کنټرول، د بې کیفیته درملو مخنیوي او داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د ریاستونو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ، د درملو په برخه کې داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو او د بې کیفیته درملو مخنیوي، تدارکاتي پروسو د شفافیت او د چارو ژر ترسره کولو په اړه اړینې سپارښتنې کړې، تر څو داخلي تولیدات تقویه، شفافیت رامنځته او د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ شي.

سربېره پر دې د شفري نسخو د جدي څارنې او د Comprehensive ازموینې د پایلو پر څرنګوالي هم هر اړخیز بحث شوی او پرېکړه شوې، چې د درملو په پېرلو کې باید داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي، د دولتي روغتونونو د اړتیاوو ارزونه وشي او اړین توکي او تجهیزات دې ورته وپېرل شي. دغه‌راز له اړتیا پرته دې له دولتي روغتونونو څخه د ناروغانو د راجع کولو جدي مخنیوی وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د اندونیزیا له شارژدافیر سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالیست سره وکتل.

د اندونیزیا سفارت شارژدافیر له اشغالګرو څخه د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ اخیستلو په ورته‌والي خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ غوښتلو مبارزه یې د تاریخ مهم پړاو بللی دی.

نندا ایوالیست د خپل هېواد د فرهنګي برخې همکاریو په اړه ډاډ ورکړی او د عامه کتابتون د ډیجټلایزیشن په موخه یې د تخنیکي وسایلو سربېره د کتابتون د غنامندي لپاره په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر بېلابېلو کتابونو د ډالۍ کولو ډاډ هم څرګند کړی دی.

ملا خیر الله خیرخواه د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې او په دې برخو کې یې فرهنګي رول مهم بللی دی.

د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له ملي موزیم او ملي ارشیف سره د اندونیزیا هېواد د همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په دویمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه.

د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه.

د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذب او د کان کیندنې نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو واردول؛ د چاپېریال ساتنې او د کان کیندونکو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول؛ په هېواد کې دننه د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکټور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.

د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له شبرغان څخه تر دښت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي غځولو پروژې د پاتې چارو د بشپړولو قرارداد په حجم کې د تعدیل راوستلو په اړه هم بحث وشو. له مفصل بحث وروسته په یاد قرارداد کې لازم تعدیل راوستل شو.

همدا راز د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو او د هېواد په بندرونو کې د اړتیاوو معلومولو په موخه ټاکل شوو کمېټو هم خپل راپورونه وړاندې کړل.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

د لوړو زده‌کړو وزیر پکتیکا ته سفر کړی

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم پکتيکا ته د سفر پر مهال د دغه ولايت په پوهنتون کې د ۳۸۴ محصلينو فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي زده‌کړيالانو ته په خطاب کې ویلي، چې لوستي ځوانان دې د فکري جګړې پر وړاندې سنګرونه پیاوړي کړي.

شیخ ندا محمد ندیم زیاته کړې، ځوانانو ته به د دوی د وړتياوو پر اساس په ادارو کې د دندو زمينه برابره شي.

ياده فراغت غونډه کې د پکتیکا سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود.

اسیا جام ته افغان کرېکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرېکټ‌بورډ غوراوي کمېټې نن یکشنبه اسیا جام ته خپله ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې ۱۷ اصلي او ۳ احتیاطي لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام د افغانستان په ګډون د هند، پاکستان، اماراتو، بنګله‌دېش، هانګ‌کانګ، سریلانکا او عمان هېوادونو تر منځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

سږنی پړاو اسیا جام په ۲۰ اوریز فارمټ کې ترسره کیږي، چې ګډون کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو (A,B) کې ټولې ۱۹ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

په اې ګروپ کې هند، پاکستان، عمان او کوربه امارات او په بي ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ مخامخ کېږي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د روانې وږي/سنبلې میاشتې پر ۱۸مه نېټه د افغانستان او هانګ‌کانګ لوبډلې مخ کېږي.