د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي بامیانو ولایت ته سفر کړی او له والي مولوي عبدالله سرحدي سره یې کتلي.
په دې لیدنه کې د بامیانو د تاریخي ابداتو د استحکام او د لرغونو سیمو او زاړه ښار د ساتنې په اړه خبرې شوې دي.
مولوي عبدالله سرحدي د بامیانو د لرغونو ارزښتونو ساتنه د ملي او نړیوال میراث یوه مهمه برخه بللې او ټینګار یې کړی، چې باید د اړوند بنسټونو په همغږۍ د دغو سیمو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته شي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري سعید مصطفی صالح هم د بامیانو د روان کلتوري او مطبوعاتي بهیر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.
مولوي عتیقالله عزیزي د ملګرو ملتونو د فرهنګي سازمان (یونسکو) او یو شمېر نورو موسسو لخوا د بامیانو په ضحاک، غلغله، بودا او نورو تاریخي سیمو کې له روانو پروژو څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي عزیزي د دغو پروژو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د کار چټکتیا د څرنګوالي ارزونه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د یادو پروژو پلي کول نه یوازې د بامیانو د تاریخي هویت په خوندیتوب کې مهم رول لري، بلکې د نړیوالو ګرځندویانو د جلبولو لپاره هم یوه ښه زمینه برابروي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان لرغوني اثار د بشري تمدن ګډه شتمني ده او د ساتنې لپاره یې نړیواله همکاري اړینه ده.

