د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۳۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د اسلام کلا له لارې ۹۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۶۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰۸ کورنیو سره مجموعًا درې میلیونه او ۲۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۷۵۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له نیمروز څخه ۲۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰ تنه و، هلمند، فراه، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۱۱ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۳ کورنیو سره مجموعًا ۱۰۳۴۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۵۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۴۱ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د سپین بولدک له لارې ۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه ۷۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۷ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۳۸۶ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳ کورنیو سره مجموعًا ۷۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې یو زره او ۱۳۰ تنه خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي:
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د تورخم له لارې ۵۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۹۰۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له تورخم څخه ۳۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۵۸ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه او ۲۶۹ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲۱ کورنیو سره مجموعًا دوه میلیونه او ۶۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي.
مخابرات راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۲۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه
له کابل څخه ۳۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زره او ۷۰۰ تنه و، بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه او ۳۸۹ زره او ۴۹۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: یو زره او ۶۹۳ کورنۍ او شپږ زره و ۲۰۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۸۰۷ کورنۍ او ۴۴۰۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۹۵۵ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زره او ۴۷۱ عدده

