د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) په ویاړ به ټول امارتي تفریحي ځایونه په وړیا توګه د هېوادوالو پر مخ پرانیستي وي
د ریاست الوزرا عالي مقام د لارښوونې له مخې، د زمري پر ۲۴مه د افغانستان د فتحې د څلورمې کلیزې په مناسبت به په کابل کې ټول امارتي پارکونه او تفریحي ځایونه په وړیا توګه د هېوادوالو پر مخ پرانیستي وي.
د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د دې تاريخي ورځې د وياړ او درناوي لپاره ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د جمعې شپه، د جمعې ورځ د زمري (٢۴ مه) او د شنبې شپه به د کابل ولایت اړوند ټول دولتي تفريحي ځايونه د خلکو پر مخ پرته له ټکټ څخه پرانیستي وي.”
په خبرپاڼه کې له ټولو کابل مېشتو غوښتل شوي، تر څو تفریحي ځايونو ته په ورتګ سره د ازادۍ له دې رنګينو شېبو څخه خوند واخلي او دا ملي ورځ په خوښۍ او د اسلامي اصولو پر بنسټ په جشنونو سره ونمانځي. دغهراز د يووالي او خوښۍ احساس لا پیاوړی کړي.
د ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۳مه نېټه د هرات ولایت په کرُخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ملا عبدالغني برادر وویل، افغانان نن په داسې حال کې د خپلواکۍ څلورمه کلیزه لمانځي چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او د سیاسي او اقتصادي برخو په ډګر کې ګڼې لاسته راوړنې لري. د نوموړي په وینا، له همدې جملې یوه مهمه پروژه د پاشدان بند ده چې نن ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت له پاره مهمه او حیاتي وبلله او ویې ویل، په دې سره به په دغه ولایت کې د وچکالۍ اغېزې راکمې او د بزګرانو ستونزې به حل شي.
نوموړي زیاته کړه: «تېر کال مې د دې پروژې د پاتې چارو د پېل پر مهال ژمنه درسره کړې وه، چې اسلامي امارت به د پاشدان بند پاتې چارې په ټول توان بشپړوي. له نېکه مرغه، دا دی د پاشدان بند پاتې چارې نن بشپړې شوې.»
ښاغلي برادر اخوند وویل، په تېر کې د اشغالونو له امله د هېواد اقتصاد وده نه ده کړې او د نورو هېوادونو پر مشروطو مرستو ولاړ و. خو اسلامي امارت هوډ کړی چې د هېواد اقتصادي وضعیت په رښتینې معنی پياوړی او د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره د ملي او سیمهییزو پروژو ملاتړ کوي.
ښاغلي برادر اخوند وویل، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کارونو جریان ثابتوي چې اسلامي امارت په سیمه کې اقتصادي همغږي، متقابله همکاري او ثبات غواړي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانستان او سیمې د اقتصادي ثبات لپاره اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو څخه سالمه استفاده وکړي او د چا د حق اخیستلو هوډ نه لري. موږ غواړو چې هم خپلې اوبه په سالم ډول مدیریت کړو او هم د نورو ثابت حقوق ورکړو. د اوبو له مدیریت څخه مو موخه د خپل هېواد د اقتصاد پياوړي کول دي. په هېواد کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او مهاجرت کچې راټيټولو لپاره د اوبو مدیریت له اساسي کارونو څخه ګڼو.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د اوبو او کرنې سکټور تر څنګ په نورو سکټورونو کې هم پانګونه ترسره او له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته د دې سترې پروژې د بشپړېدو مبارکي وویله او د اسلامي امارت له مسوولینو، د پاشدان بند له انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، کارګرانو او ټولو هغه کسانو څخه یې مننه وکړه، چې د دې بند په بشپړولو کې يې همکاري کړې ده.
د یادونې وړ ده چې پاشدان بند د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو، د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې زرګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.
څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۳مه شپږ ولایتونه فتحه شول
د اسلامي امارت مجاهدینو له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۲۳-۵-۱۴۰۰) بلخ، پکتیا، پکتیکا، کونړ، فاریاب او لغمان ولایتونه فتحه کړل.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې یو ځل بیا د ارام ساه اخیستې، امنیت تامین شوی او پرته له اندېښنې خپلو ورځنیو چارو او کاروبار ته دوام ورکوي.
له بل لوري د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې خپلواک او پیاوړی مرکزي حکومت رامنځته شوی او افغانان له توپير پرته پر یوه ټغر راټول شوي دي.
د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د فتحې لړۍ د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه پیل شوه او په چټکۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېده. یو پر بل پسې ولایتونو فتحه شول او د زمري پر ۲۴مه کابل فتحه شو او د یوه خپلواک او اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو.
هېوادوال خوښ دي، چې څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه د بدبختیو، ناامنیو او فساد ټغر ټول شو او یو ځل بیا یې په سولهییزه فضا کې خپل ژوند پيل کړ.



