ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 447

په ملي راډیو تلویزیون کې د اسلامي ملي اردو د سلګونه سرتېرو په ګډون د زمري د ۲۴مې په ویاړ غونډه وشوه

د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې د اسلامي ملي اردو د سلګونه سرتېرو په ګډون د زمري د ۲۴ مې په ویاړ غونډه وشوه.

د دې غونډې ګډونوالو او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په هېواد کې د تېر شل کلن امریکايي اشغال پر مهال د ظلم او وحشتونو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، دا نظام د مجاهدینو د قربانیو او هېوادوالو په ملاتړ حاکم شوی او په کار ده، چې په ښه ډول یې ساتنه وشي.

د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي ویلي، چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال په بېلابېلو نومونو پر افغانانو نه هېرېدونکو ظلمونه شوي دي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت یو شمېر چارواکو په افغانستان کې اسلامي نظام د تېرو شل کلنو قربانیو پایله ګڼلې او له اسلامي اردو یې غوښتي، تر څو خپل کړه وړه له اسلامي اصولو سره سم جوړ کړي.

د اسلامي ملي اردو سرتېرو ډاډ ورکړی، چې د سر په بدله به له خپلو خلکو، خاورې او ارزښتونو څخه دفاع کوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو له هېوادوالو غوښتي، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي او لا یې ملاتړ وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهار شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۱۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۲۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۲۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲۸ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۸۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۵۸۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۳۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۳ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۲۰۰ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۷ کورنیو سره ټولې ۸۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۵۴۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۲۶ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۶ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۳۶۸ او زره ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۰ کورنیو سره ټولې۷۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۵۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۶۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او ۳۷۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۷۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲۸ تنه و، ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۴۸ زره  او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۴۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۰۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۱۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۵۵ تنه و، لوګر، پکتیا، دایکنډي، پروان، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۸۷ زره  او ۶۱۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               یو زر او ۱۳۹ کورنۍ او شپږ زره او ۷۵۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۴۴۸ کورنۍ او دوه زره او ۲۶۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:             یو زر او ۲۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۹۱۳ عدده

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس دایکندي ته سفر وکړ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس عبدالقاهر حاجي ادریس دایکندي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي احسان الله رحمت یار او د دې ولایت د احصایې او معلوماتو له رییس مولوي عبدالرشید حمیدي سره لیدنې کړې دي.

دغه اداره وایي، چې په دې لیدنو کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د نفوسو د احوالو ثبت برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د خلکو د ستونزو پر هواري او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر پر چټکتیا او پراختیا خبرې شوې دي.

 ښاغلي حاجي ادریس په یاد ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش څانګې، د احصایې او معلوماتو ریاست د نورو اړوندو کاري دفترونو او بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته په کارونو کې د لا ښې همغږۍ، د چټکو خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د نېک چلند اړینې سپارښتنې کړې دي.

اماراتي شرکتونو تېر کال ۶۸.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي  

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې اوس‌مهال په هېواد کې ۳۴ فعال اووه نیمه فعال او درې غیرې فعال امارتي شرکتونه شتون لري.

 د یاد معاونیت په وینا، یادو شرکتونو تېر کال ۶۸.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او دا مهال ۳۴زره هېوادوال په کې په کار بوخت دي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغه شرکتونه د برېښنا تولید او توزیع، د ساختماني موادو تولید، کانونو استخراج، د نفتي موادو تورید او  توزیع، د کیمیاوي سري او کرنیزو تخمونو تولید، د خوراکي توکو او درملو تورید او توزیع، باربرۍ او انتقالاتو، بندري خدمتونو، د پنبې پروسس او د غوړو تولید، د ګازو استخراج او تصفیه، مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو، د ارزښت لرونکو سندونو چاپ، د غنم ذخیره کولو او د هغه د مشتقاتو تولید او یوشمېر نورو برخو کې هېوادوال ته په ښه کیفیت خدمات وړاندې کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د عربستان په جده ښار کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل مولوي عمران افغان سره لیدنه کړې

د ریاست ‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل مولوي عمران افغان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي عمران افغان د یادې قونسلګرۍ د کړنو، فعالیتونو او پروګرامونو او په سعودي عربستان کې د مېشتو هېوادوالو د وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان قونسلګري په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو چارو ته د رسېدنې لپاره هېڅ ډول مرستې نه سپموي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې په اساس د دې قونسلګرۍ مسولین په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپل کوښښونه کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په جده کې د افغانستان اسلامي امارت د قونسلګرۍ د مسولینو د کړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ویلي، افغانستان او سعودي عربستان د دوو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په توګه ډېر دیني، تاریخي او کلتوري مشترکات لري.

نوموړي څرګنده کړې، په دې ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ مسولین باید د دواړو هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه په یاد هېواد کې  مېشتو هېوادوالو ته د اړینو خدماتو د برابرولو لا زیات کوښښ وکړي.

نورالدین عزیزي د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ په ډیجیټلي همکاریو ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بین‌البانکي پروسس مرکزي ادارې د مدیره پلاوي له مشر توراتبیکوف آلتیمیش توارتبیکوویچ او د قرغېزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال سنجر بولوتوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د قرغېزستان د جمهوریت د بین‌البانکي پروسس مرکزي ادارې رییس د دې ادارې د فعالیتونو او خدماتو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د بانکونو ترمنځ تعاملات د همدې ادارې له لارې ترسره کېږي او له سیمې هېوادونو سره هم په کاري اړیکه کې یو.

نورالدین عزیزي د بین‌البانکي پروسس مرکزي ادارې د فعالیت هر کلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ډیجیټلي همکاریو ټینګار کړی دی.

 همدا راز ښاغلي توارتبیکوویچ ویلي، چې د دغې ادارې استازي هم کابل ته راځي او له اړوند ادارو سره به تفصیلي تخنیکي بحثونه وکړي.

امنیتي ځواکونو ته، د امنیتي مرکزي کمېسیون سپارښتنه؛ د هر هغه کار څخه مخنيوی وکړئ چې د ولس د ازار او اذیت لامل ګرځي

د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون او د کورنيو چارو وزارت د مرستیال ملا رحمت‌الله نجيب په مشرۍ د دې کمېسیون په نوبتي غونډه کې د زمري ۲۴مې ورځې په نمانځنه بحث شوی.

ګډونوالو یاده ورځ د بې‌دریغه قربانیو پایله او د الله ﷻ یو ستر احسان بللی او همدارنګه، د آزادۍ او خپلواکۍ ارزښت د ټولو ارزښتونو څخه لوړ او افغان ولس ته د خدای‌ ﷻ ورکړي حق په توګه یاد شوی دی.

په دې غونډې کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، څو د دې مبارکې ورځې په مناسبت له هر هغه کار څخه مخنيوی وکړئ چې د ولس د ازار او اذیت لامل ګرځي.

همدارنګه ټینګار شوي چې دغه ورځ باید د شکرانې د ورځې په توګه په اسلامي روحيه ونمانځل شي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ تعالی په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ تعالی په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې وشوه.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې دې غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ د کابینې غړو ته د خپلو مسولیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام د ښه تطبیق، د خلکو د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه مهمې توصیې او اړینې سپارښتنې کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ ویلي: “د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ، د فکري سمون لپاره یې کار وکړئ، له بد اخلاقۍ څخه یې را وګرځوئ او د ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، مذهب او عقیده ور وښایاست او په ټولو چارو کې د ﷲ تعالی په دین او مقدس شریعت منګولې ټینګې کړئ، همدا د هر څه لپاره اصل وګرځوئ، دا زموږ شرعي مسولیت او د افغانانو غوښتنه ده.

د مولوي ذبیح‌الله مجاهد په وینا، له وینا وروسته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې او نظرونو شریک شوې او په پایله کې لاندې پرېکړې شوې دي.

۱ـ کابل ښاروالي ته دنده وسپارل شوه، چې په کابل ښار کې د اړتیا وړ ځایونو کې جوماتونه جوړ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته یې تسلیم کړي.

۲ـ د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې، همدا ډول د محاکمو لخوا د هغوی په مورد په پریکړو هر اړخیز بحث وشو.

۳ـ جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د لا ښې پاملرنې په اړه په بېلابېلو برخو کې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهني، لوړو زده کړو او د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو په مشرۍ پلاویو ته دنده وسپارل شوه، چې په ټولو برخو کې ارزونې وکړي، همدا ډول د کلیوالي مدرسو او په جوماتونو کې د درسي سیستمونو احیا او تقویې په اړه هم بحث او خبرې وشوې او اړوندو ارګانونو ته د امکاناتو تر حده د پاملرنې توصیه وشوه.

۴ـ عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د بیلابیلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار وکړ او په دې اړوندو مسوولینو ته لازم هدایات او لارښونې وشوې.

همدارنګه په یو لړ نورو اړینو او مهمو مسایلو هم بحث او په ټوله کې د نظام د لا پياوړتیا لپاره په لارو چارو باندې غور وشو.

د کابینې دغه دوه ورځنۍ غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا خلکو او نظام ته د خیر په دعا پایته ورسېده.

په هرات کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

د هرات ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په امین اباد کلي کې د څه باندې ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

په یاده شبکه کې د ۱۰۰ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۶۰ متره مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۵ زره او ۶۵۱ متره په اوږدوالي پایپ غځول او د ۱۸۰ شیردهنونو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د یاد کلي ۲۵۶ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.