ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 448

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په قرغېزستان کې له مېشتو افغان پانګه‌والو سره لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په قرغېزستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او د پیغامونو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو په موخه لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، په افغانستان کې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

همدارنګه ښاغلي عزیزي د دولتي ادارو له هر اړخیزې همکارۍ او د افغان د چارواکو له لوري د راستنېدونکو او افغان پانګه‌والو د هرکلي په ټینګار سره له هغوی غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپلو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د لوګر والي: د زمري ۲۴مه د ټولو مسلمانانو د بریا ورځ ده

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د زمري ۲۴مه د ټول اسلامي امت د بریا ورځ ده.

نوموړي زیاته کړې، دا یوه بې‌مثاله تاریخي ورځ ده، چې پر بنسټ یې په هېواد کې امنیت ټینګ او هېواد خپلواک شو. د همدې ورځې برکت دی، چې هېوادوال په پوره ډاډ د هېواد ټولو سیمو ته له وېرې پرته سفر کولای شي.

د ښاغلي ایوبي په خبره، اسلامي امارت په غوره مدیریت سره له تلفاتو پرته ټول هېواد فتحه کړ. افغانستان له ټولو بدبختیو خلاص شو او یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شو.

دغه‌راز اوس‌مهال په افغانستان کې د یوه امیر تر قیادت لاندې اسلامي نظام حاکم دی.

د لوګر والي ویلي، چې د اسد ۲۴مه یوه ویاړلې او تاریخي ورځ ده. په دې ورځ عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه‌الله عمومي بښنه اعلان کړه، مجاهدینو یې امر ته لبیک ووایه او هېچا ته زیان ونه رسېد.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې د روسيې سفارت له کلتوري ریيس سره لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د ترکيې په پلازمينه انقرې ښار کې د افغانستان سفارت کلتوري اتشې قاري حميدالله تمکين د روسيې سفارت له کلتوري ریيس دوکتور الکساندر سو تنیشینکو سره د کلتوري اړيکو د پراختیا په موخه لیدنه وکړه.

یاده لېدنه په انقره کې د روسیې د سفارت د کلتوري چارو په ریاست کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې دواړو لوریو د ګډو فرهنګي پروګرامونو، د زده‌کړو د فرصتونو د برابرولو او د فرهنګي تجربو د شریکولو په اړه خبرې وکړې.

 قاري حميدالله تمکين وايي: هڅه کوي، تر څو د هنر، کلتور، ځوانانو او ګرځندوی برخو کې له بېلابېلو اړخونو سره بحث وکړي، تر څو په یادو برخو کې له افغانستان سره نور هېوادونه همکاريو ته وهڅوي.

دغه‌راز  د ليدنې په ترڅ کې دواړو لوريو له يو بل سره په اړوندو برخو کې د دوامداره همکاريو ژمنه وکړه.

په ټول هېواد کې د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) د نمانځنې لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی

د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) د نمانځنې په موخه بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځايي مسولینو د لا ښه چمتووالي په موخه غونډې کړې دي.

په دې غونډو کې د زمري د ۲۴مې تاریخي ورځې د نمانځلو پر چمتووالي، ښاري ښکلا او نظم او اړوند نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د دې تر څنګ په ښارونو، بازارونو او عمومي واټونو کې بېنرونه لګول شوي، بیرغونه درول شوي او پر دیوالونو د خپلواکۍ اړوند شعارونه لیکل شوي دي.

د خپلواکۍ څلورمه کلیزه به په ټول هېواد کې په شانداره مراسمو ونمانځل شي.

دا هغه ورځ ده، چې د سرښندونو، قربانیو او پیاوړې مبارزې یاد تازه کوي او ولسونو ته څرګندوي، چې د حق د لارې مبارزین څه ډول د نړۍ د زبر ځواک په مقابل کې بریالي شول او د یوه خپلواک اسلامي نظام بنسټ یې کېښود.

د زمري ۲۴مه د هېواد په تاریخ کې ویاړلې ورځ ده. له نن څخه څلور کاله وړاندې په دې ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو کابل فتحه کړ او هېواد یې له غربي ښکېلاک څخه وژغوره.

څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۲مه ۸ ولایتونه فتحه شول

د اسلامي امارت مجاهدینو له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۲۲ /۵/ ۱۴۰۰) کندهار، هلمند، هرات، بادغیس، روزګان، زابل، غور او لوګر ولایتونه فتحه کړل.

دوې ورځې وروسته د زمري پر ۲۴مه مجاهدینو کابل هم فتحه کړ، شل کلن اشغال پای ته ورسېد او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک اسلامي نظام حاکم شو.

مسولین وايي، چې تېر څلور کلونه په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی، خلکو د ارام ساه اخیستې او ګڼې بنسټیزې پروژې پلې شوې او یا یې هم چارې روانې دي.

هېوادوال خوښ دي، چې څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه د بدبختیو، ناامنیو او فساد ټغر ټول شو او یو ځل بیا یې په سوله‌ییزه فضا کې خپل ژوند پيل کړ.

د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د فتحې لړۍ د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه پیل شوه او په چټکۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېده. یو پر بل پسې ولایتونو فتحه شول او د زمري پر ۲۴مه د یوه خپلواک او اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نهه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د دوامدارو هڅو او د قومي مشرانو د منځګړيتوب په پایله کې په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۹ کلنې دښمنۍ روغه جوړه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د یادې دښمنۍ له امله د ګڼو مالي زیانونو تر څنګ یو تن وژل شوی او بل تن سخت ټپي شوی و، چې د دواړو لوريو ترمنځ یې سترې ستونزې رامنځته کړې وې.

مسوولینو د دواړو ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولې عادلانه پرېکړه وکړه، دوی یې له دښمنۍ راوګرځول او یو بل ته د بښنې په کولو سره یې د خوښۍ ژوند پیل کړ.

دغه راز د دواړو لوريو مشرانو د اسلامي امارت له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغې دښمنۍ په هوارولو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

محمد سهیل شاهین: اسلامي امارت د زمري پر ۲۴مه د نظامي میدان تر څنګ سیاسي میدان هم وګاټه

قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین وايي، چې اسلامي امارت د زمري پر ۲۴مه د نظامي میدان ترڅنګ سیاسي میدان هم وګاټه.

نوموړی زیاتوي، چې دا بریا د افغانانو د بې‌سارې قربانیو، سرښندنو او جهادي مبارزو پایله وه.

ښاغلی شاهین د زمري پر ۲۴مه د اسلامي امارت بریا د اوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره د زده‌کړو غوره سرچینه بولي.

د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده، چې د اسلامي امارت مجاهدینو بریا پکې خپله کړه، هېواد یې له اشغال څخه وژغوره او د نړۍ زبر ځواک ته یې ماتې ورکړه.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د جګړو ټغر ټول شو، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره بې‌سارې هڅې پیل شوې او افغانستان د ځان‌بسیاینې لور ته چټک ګامونه واخیستل. اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې ګڼ پرمختګونه کړي او په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته‌راوړنې لري.

افغانستان د اوسپنې پټلۍ په واسطه اوس مهال له اوو هېوادونو سره نښلول شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې افغانستان اوس مهال د اوسپنې پټلۍ په واسطه له اوو هېوادونو سره نښلول شوی دی.

یاد معاونیت زیاتوي، چې دا مهال افغانستان په مستقیم ډول د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې له اوزبیکستان، د اقینې او تورغوندۍ رېل پټلۍ له لارې له ترکمنستان او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران سره نښلول شوی.

د اقتصادي معاونیت په وینا، چې پر دې سربېره هېواد یې په غیرې مستقیم ډول له چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان سره هم نښلول شوی او سوداګریز انتقالات تر سره کوي.

دغه معاونیت همداراز ډاډ څرګندوي، چې اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان د یادو رېل پټلیو له لارې په ورځني ډول تر لس زره او په میاشتني ډول تر ۳۰۰ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات کوي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي، افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې ونښلوي، چې دې برخه کې څو پروژې پلې او ځینې د پلي کېدو په حال کې دي.

د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ دوه مهم سوداګریز سندونه لاسلیک شول

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي قرغیزستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر باکيت صدیکوف سره په بیشکک ښار کې لیدنه کړې ده.

 بیشکک کې د اسلامي امارت سفارت وایي، په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو مسايلو د بحث ترڅنګ، دوه مهم سوداګریز سندونه هم لاسلیک شوي دي.

 یاد سفارت زیاته کړې، ټاکل شوې چې د ‌دې سفر په ترڅ کې به، د صنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نورالدین عزیزي د یوشمېر مهمو لیدنو سربېره، د قرغیزستان په ایسیک-کول اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.

قرغیزستان کې د اسلامي امارت سفیر د یاد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې

قرغیزستان کې د اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د یاد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سنجاربیک باکتبکوویچ سره لیدنه کړې ده .

بیشکک کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې یاده لیدنه کې د اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو او کلتوري اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

یاد سفارت زیاته کړې، دواړو لوریو دغه‌راز د قرغیزستان په راتلونکي ایسیک-کول اقتصادي فورم کې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر په مشرۍ د افغان پلاوي د ګډون په اړه هم خبرې کړې دي.