د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې افغانستان اوس مهال د اوسپنې پټلۍ په واسطه له اوو هېوادونو سره نښلول شوی دی.
یاد معاونیت زیاتوي، چې دا مهال افغانستان په مستقیم ډول د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې له اوزبیکستان، د اقینې او تورغوندۍ رېل پټلۍ له لارې له ترکمنستان او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران سره نښلول شوی.
د اقتصادي معاونیت په وینا، چې پر دې سربېره هېواد یې په غیرې مستقیم ډول له چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان سره هم نښلول شوی او سوداګریز انتقالات تر سره کوي.
دغه معاونیت همداراز ډاډ څرګندوي، چې اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان د یادو رېل پټلیو له لارې په ورځني ډول تر لس زره او په میاشتني ډول تر ۳۰۰ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات کوي.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي، افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې ونښلوي، چې دې برخه کې څو پروژې پلې او ځینې د پلي کېدو په حال کې دي.

