د اسلامي امارت مجاهدینو له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۲۲ /۵/ ۱۴۰۰) کندهار، هلمند، هرات، بادغیس، روزګان، زابل، غور او لوګر ولایتونه فتحه کړل.
دوې ورځې وروسته د زمري پر ۲۴مه مجاهدینو کابل هم فتحه کړ، شل کلن اشغال پای ته ورسېد او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک اسلامي نظام حاکم شو.
مسولین وايي، چې تېر څلور کلونه په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی، خلکو د ارام ساه اخیستې او ګڼې بنسټیزې پروژې پلې شوې او یا یې هم چارې روانې دي.
هېوادوال خوښ دي، چې څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه د بدبختیو، ناامنیو او فساد ټغر ټول شو او یو ځل بیا یې په سولهییزه فضا کې خپل ژوند پيل کړ.
د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د فتحې لړۍ د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه پیل شوه او په چټکۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېده. یو پر بل پسې ولایتونو فتحه شول او د زمري پر ۲۴مه د یوه خپلواک او اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو.

