د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي قرغیزستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر باکيت صدیکوف سره په بیشکک ښار کې لیدنه کړې ده.
بیشکک کې د اسلامي امارت سفارت وایي، په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو مسايلو د بحث ترڅنګ، دوه مهم سوداګریز سندونه هم لاسلیک شوي دي.
یاد سفارت زیاته کړې، ټاکل شوې چې د دې سفر په ترڅ کې به، د صنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نورالدین عزیزي د یوشمېر مهمو لیدنو سربېره، د قرغیزستان په ایسیک-کول اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.

