د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د ترکيې په پلازمينه انقرې ښار کې د افغانستان سفارت کلتوري اتشې قاري حميدالله تمکين د روسيې سفارت له کلتوري ریيس دوکتور الکساندر سو تنیشینکو سره د کلتوري اړيکو د پراختیا په موخه لیدنه وکړه.
یاده لېدنه په انقره کې د روسیې د سفارت د کلتوري چارو په ریاست کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې دواړو لوریو د ګډو فرهنګي پروګرامونو، د زدهکړو د فرصتونو د برابرولو او د فرهنګي تجربو د شریکولو په اړه خبرې وکړې.
قاري حميدالله تمکين وايي: هڅه کوي، تر څو د هنر، کلتور، ځوانانو او ګرځندوی برخو کې له بېلابېلو اړخونو سره بحث وکړي، تر څو په یادو برخو کې له افغانستان سره نور هېوادونه همکاريو ته وهڅوي.
دغهراز د ليدنې په ترڅ کې دواړو لوريو له يو بل سره په اړوندو برخو کې د دوامداره همکاريو ژمنه وکړه.

