د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د زمري ۲۴مه د ټول اسلامي امت د بریا ورځ ده.
نوموړي زیاته کړې، دا یوه بېمثاله تاریخي ورځ ده، چې پر بنسټ یې په هېواد کې امنیت ټینګ او هېواد خپلواک شو. د همدې ورځې برکت دی، چې هېوادوال په پوره ډاډ د هېواد ټولو سیمو ته له وېرې پرته سفر کولای شي.
د ښاغلي ایوبي په خبره، اسلامي امارت په غوره مدیریت سره له تلفاتو پرته ټول هېواد فتحه کړ. افغانستان له ټولو بدبختیو خلاص شو او یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شو.
دغهراز اوسمهال په افغانستان کې د یوه امیر تر قیادت لاندې اسلامي نظام حاکم دی.
د لوګر والي ویلي، چې د اسد ۲۴مه یوه ویاړلې او تاریخي ورځ ده. په دې ورځ عالیقدرامیرالمؤمنین حفظهالله عمومي بښنه اعلان کړه، مجاهدینو یې امر ته لبیک ووایه او هېچا ته زیان ونه رسېد.

