ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 449

د شمالي ولایتونو قومي مشر: د زمري ۲۴مه د نړۍ د مسلمانانو لپاره د ویاړ ورځ ده

د شمالي ولایتونو قومي مشر مولوي نقیب‌الله صابر وايي، چې د زمري ۲۴مه د نړۍ د مسلمانانو لپاره د ویاړ ورځ ده. دغه‌راز دا ورځ په افغانستان کې برخلیک ټاکونکې او ویاړلې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په دې تاریخي ورځ افغانان خپلو موخو او هیلو ته ورسېدل.

د شمالي ولایتونو یو بل قومي مشر حاجي محمد امین خاکسار وايي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره امنیت تامین شوی او د هېواد ګوټ ګوټ ته د سفر زمینه برابره شوې ده.

یاد مشران د هېواد بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړي ډول سويل ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د سیمې د خلکو له چلند څخه خوښي څرګندوي.

دوی وايي، چې په سوېل ختیځو ولایتونو کې یې تود هرکلی شوی دی.

د زمري ۲۴مه د هېواد د تاریخ هغه ویاړلې ورځ ده، چې د اسلامي امارت مجاهدینو کابل پکې فتحه کړ او په هېواد کې یې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم کړ.

ملا عبداللطیف منصور: د کونړ پر سیند د دوو بندونو د جوړولو سروې بشپړه شوې ده

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د کونړ پر سیند د دوو بندونو د جوړولو سروې بشپړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان له بېلابېلو سرچینو څخه د ۳۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د خصوصي سکټور پر مټ یې چارې پیل کړي.

د ښاغلي منصور په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې د برېښنا تولید او اوبو مهارولو په برخه کې د شاه او عروس، پاشدان، کمال خان او بخش اباد بندونو په ګډون ګڼې نیمګړې پروژې بشپړې شوې او یا هم د بشپړیدو په حال کې دي. دغه‌راز سږ کال به ګڼې نورې پروژې هم پلې شي.

ملا عبداللطیف منصور ډاډ ورکړی، چې د اوبو او انرژي وزارت په هېواد کې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه ګڼ پلانونه لري او غواړي اوبه مهار کړي. د دې تر څنګ د اوبو د ډېر لګښت د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د مالیې وزارت د عایداتي فرصتونو راپور د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال تېره ورځ د زمري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

 د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د عایداتي فرصتونو راپور وړاندې شو او له هراړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شو.

د دې راپور له مخې، مالیې وزارت ۱۷ هغه عایداتي منابع په ګوته کړې چې په بیاځلې فعالېدو او سم مدیریت سره یې په کلني ډول د حکومت خزانې ته په لسګونو میلیارده افغانۍ عواید جمع کېدلی شي.

همدارز دغه راپور د تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

غونډې ته د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغو کې د شته نمرو د وېش په اړه د جوړ شوي طرزالعمل راپور هم وړاندې شو.

 دغه طرزالعمل د یوې ګډې کمېټې له لوري جوړ شوی، چې تر توشیح وروسته به پلي شي.

 د زمري ۲۴مې (فتحې ورځ) د غوره نمانځنې په موخه مشورتي ناستې وشوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د ملکي او نظامي ادارو له مشرانو او د رسنيو له مسولينو سره د زمري ۲۴مه چې له هېواد څخه د امريکايي او ناټو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، تاریخي ماتې او د اسلامي امارت د فتحې ورځ سره برابره ده، مشورتي ناستې وشوې.

 د ناستو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسولینو د زمري د ٢٤مې تاریخي ورځې په ارزښت او اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل: د داسې بېسارې تاریخي او ویاړلې ورځې نمانځلو د چمتوالي په درشل کې یو، چې شاوخوا څلور لسیزې افغانان ورته سترګې په لار وو، اشغالګرو پوره ۲۰ کاله زموږ ولسونه ودردول، چې د الله(جل جلاله) په نصرت سره د مبارزو افغانانو په لاسونو داسې مات شول، چې تاریخ به ورباندې ویاړ کوي.

دغه راز د یادو ریاستونو مسولینو د ملکي او نظامي ادارو د مسولینو له پوره همغږۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اوسمهال د اسد ۲۴ مه د فتحې ورځې د نمانځنې لپاره په ښارونو کې د اړینو توکو (بیرغونو، شعارونو، نښانونو، بنرونو) د نصبولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او د اړوندو ادارو په همغږۍ به دغه ملي ورځ په شانداره توګه ونمانځل شي.

ملا عبداللطیف منصور: افغانانو د اشغال پر وړاندې بې‌سارې قربانۍ ورکړې دي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې افغانانو د اشغال پر وړاندې بې‌سارې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د مجاهدینو د عزم، قربانیو او سرښندنو برکت و، چې اشغالګر له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شول.

د ښاغلي منصور په خبره، د امریکا په مشرۍ اشغالګرو افغانان په بېلابېلو نومونو وېشلي وو؛ چور او چپاول و، افغانان پخپل منځ کې بې‌اتفاقه وو او له بدبختیو پرته پل څه نه وو.

دغه‌راز له شته امکاناتو او پیسو سره-سره د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ کار نه و شوی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۱۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۴۹۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۹۹ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۴۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۸۰۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۱۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۶۰ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۵ کورنیو سره ټولې ۱ یو میلیون او څلور زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۰۹ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۳۳ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۰ تنه و، کندهار، زابل، پکتیکا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۴۱ زره  او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۰ کورنیو سره ټولې۶۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۳۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۹۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۵ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۵۶ زره  او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۵ کورنیو سره ټولې۷۱۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۲۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۳۷ تنه و، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۷۱ زره  او ۷۹۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               ۹۵۱ کورنۍ او پینځه زره او ۸۰۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۳۶۷ کورنۍ او یو زر او ۸۵۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:             ۹۷۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۳۴۵ عدده