ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 450

څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۱مه غزنی فتحه شو

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۱مه) د الفتح عملیاتو په لړ کې د غزني مرکز د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس فتحه شو.

دا تاریخي ورځ د غزني اوسېدونکي او مسولین د ویاړلې ورځې په توګه یادوي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې د زمري پر ۲۱مه د بې‌عدالتۍ او زورزیاتي ټغر ټول شو او خپلوک اسلامي نظام حاکم شو.

دوی زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د قومونو تر منځ د اتحاد او ورورولۍ فضا حاکمه شوې ده.

د غزني اوسېدونکي وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول ولایت کې ثبات ټینګ شوی او خلک د امن په فضا کې خپلو وروځنیو چارو ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت یو شمېر مجاهدینو، چې د غزني په تاریخي فتحه کې یې برخه لرله، وايي، چې دا فتحه د کلنو قربانیو، اخلاص او یووالي پایله وه.

لومړنی ولایت نیمروز و، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري فتحه شو.

د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم وغځېده، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه کابل فتحه شو او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم شو.

د عدلیې وزارت د مرستیال په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې لومړۍ ناسته وشوه

عدليې وزارت وایي، د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې چې د دې وزارت په رهبرۍ او د امنيې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو امارتي ادارو په غړيتوب جوړه شوې، خپله لومړۍ ناسته وکړه.

دا ناسته د عدليې وزارت مسلکي مرستیال شيخ عبدالکريم حيدر په مشرۍ او د غړو ادارو د استازو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې کمېټې پرېکړه وکړه چې د استوګنې د کورونو مالکان اجازه نه لري، چې د خپلو کورونو کرايه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له ۱۰ سلنې څخه زياته کړي او له دې سلنې د زیاتېدو په صورت کې دې سرغړونکي تر قانوني څارنې لاندې ونیول شي.

کمېټې همدارنګه پرېکړه وکړه، هغه کرايي قراردادونه چې په سپين کاغذ او يا په خپله‌جوړو شویو سېټو کې ليکل شوي وي د رسېدنې لپاره معتبر نه دي او د ترلاسه کېدو په صورت کې تر قانوني څارنې لاندې نیول کېږي.

دغه‌راز هغو کسانو چې په سپين کاغذ يا په خپله‌جوړو شویو سېټو کې معاملې کړې دي، هغه دې ژر تر ژره د معاملاتو لارښوونې په رسمي سند کې درج کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدليې وزارت په رهبرۍ او په ولايتونو کې د عدليې رياستونو په رهبرۍ په جدي توګه د کورونو د کرايې له قراردادونو څارنه کوي او د کرايې زياتوالي او يا غير رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به، له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د ګډو پروګرامونو د پلي کېدو په موخه کندوز ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او مل پلاوي کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې اړوند ملي او ولایتي پروګرامونه، د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لارې چارې، د ښارونو د شنو ساحو پراختیا، د اوبو د سرچینو ساتنه او د خلکو د چاپېریالي پوهاوي لوړولو په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي خالص د کندوز د چاپېریال ساتنې په برخه کې ترسره شوي کارونه ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د ولایتي ادارې، اړوندو ادارو او خلکو ګډ کار کولای شي د چاپېریال د ښه والي لپاره اغېزمنې پایلې ولري.

د کندوز ولایت مرستیال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له هڅو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د چاپېریال د ساتنې او پرمختګ لپاره به اړوندې ادارې او ولس په ګډه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا سفر د چاپېریال د ساتنې په برخه کې د ګډو عملي ګامونو د پورته کولو په موخه ترسره شوی دی.

مولوي مطیع‌الحق خالص د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه سمنګانو ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او مل پلاوي سمنګان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د والي له مرستیال مولوي داد خدا خادم سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د چاپېریال ساتنې شته وضعیت، روانو پروژو، د څارنې او ارزونې پروګرامونو او د عامه پوهاوي د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

مولوي مطیع‌الحق خالص، ښاغلي خادم ته د ادارې د تګلارو، پلانونو او ملي پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې چاپېریال ساتنه یوازې د یوې ادارې دنده نه ده، بلکې ټول اړوند بنسټونه باید په ګډه همکاري وکړي.

مولوي داد خدا خادم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له کارونو او هڅو څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د ولایت مقام به د چاپېریال ساتنې پروګرامونو په تطبیق او د اړوندو مقرراتو په پلي کولو کې له یادې ادارې سره نږدې همکاري کوي.

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په ګدون وشوه.

غونډه د کمېسیون د منشي له ‌خوا د تېرې غونډې د راپور په وړاندې کولو پیل شوه، چې پکې د کمېسیون فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې وارزول شوې.

په دې غونډه کې د ۲۵ ټوکو بېلابېلو کتابونو په اړه اړینې پرېکړې وشوې او هغو کتابونه ته چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.

همدارنګه په پای کې ۱۱ ټوکه کتابونه، چې کمېسیون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو يې راتلونکې غونډې ته راپور چمتو کړي.

د نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي قرغیزستان ته سفر کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي د قرغیزستان اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی.

دغه سفر د قرغیزستان په رسمي بلنه ترسره شوی، چې افغان پلاوی به یې په ترڅ کې د دوه اړخیزو خبرو اترو ترڅنک د “پنل” په نامه یوه ځانګړې ناسته کې هم ګډون وکړي.

یادونې وړ ده، چې دغه ناسته د هېوادونو د استازو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه د خبرو او د نظریو د تبادلې یو مناسب فرصت ګڼل کېږي.

“افغانانو هېڅ وخت د اشغال تر سیوري لاندې ژوند نه دی کړی”

استاد محمد ذکریا ویلي، چې د زمري ۲۴مه د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره یو تاریخي ورځ ده. په دې ورځ مسلمانانو داسې فتحه او بری خپل کړی، چې د افغانستان په تاریخ کې به ثبت وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانانو تل له اشغالګرو او کفارو سره مبارزه کړې او هېڅ وخت یې د اشغال تر سیوري لاندې ژوند نه دی کړی.

د محمد ذکریا په خبره، افغانانو پخپل تاریخ کې سترې امپراتورۍ ماتې کړې او افغانستان یې د دوی له ښکېلاک څخه ژغورلی دی.

هغه خپلواکي یو ستر الهي نعمت ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې افغانانو تل په مېړانه خپلواکي اخیستې ده.