ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 451

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز توپچي ریاست څخه ۳۰ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ستر درستیز توپچي ریاست د توپچيBM21 چهل میله څانګې د سرحدي قطعاتو او جزوتامونو څخه ۳۰ تنه منسوبین د ظرفیت لوړونې له یو میاشتني مسلکي زده کړو څخه وروسته د دې ریاست مرستیال ملا صدیق الله مستري او ګڼ شمېر نورو مسولینو په شتون کې فارغ شول.

د توپچي ریاست مرستیال ملا صدیق الله  مستري پخپلو خبرو کې وویل: “د توپچي مسلک د جګړې په ډګر کې مهم رول لري، که چیري د یو هېواد توپچي ځواک قوي وي نو هیڅ هېواد یرغل ته زړه نه ښه کوي، پخپلو زده کړو کې خولې تویې کړئ ترڅو د جګړې په ډګر کې مو د وینو توېدلو مخه ونیسي.”

 دغه‌راز غونډه فارغانو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۱۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۱۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۴۰۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۵۰ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۱۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۴۸۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۱۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱ تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۶۳ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۴ کورنیو سره ټولې ۶۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوی:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۴۱ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۸۳ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۳۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۹ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، پکتیکا، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۳۰ زره  او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۵ کورنیو سره ټولې۴۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۴۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۹۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۴۸۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۶ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۳۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۲۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۷۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې یوې کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنیو سره ټولې لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۲۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۱۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۳ تنه و، کندوز، تخار، بلخ، بغلان، جوزجان، خوست، دایکندي او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۸۶ زره او ۲۹۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               ۹۰۳ کورنۍ او پینځه زره  او ۵۹۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۲۵۱ کورنۍ او یو زر او ۲۶۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:             ۹۹۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۵۰۴ عدده

څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۰مه بدخشان فتحه شو

د اسلامي امارت مجاهدینو له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۵/۲۰/ ۱۴۰۰) د الفتح عملیاتو په لړ کې د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد فتحه کړ.

د فتحې دا لړۍ د زمري پر ۱۵مه له نیمروز څخه پیل شوې وه، چې په چټکۍ سره د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېده.

یوه ورځ وړاندې د اسلامي امارت مجاهدینو (۱۴۰۰/۵/۱۹) فراه او د بغلان مرکز پلخمري فتحه کړل.

د زمري د ۱۹مې په پای او د ۲۰مې په پیل کې د بدخشان مرکز فیض اباد فتحه شو. په شلمه مجاهدین په ښار کې ځای پر ځای شول او د ټول ولایت کنټرول یې ترلاسه کړ.

هېوادوال وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته بشپړ امنیت تامین شوی او ګڼې پروژې پیل او پلې شوې دي.

د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم ورسېده، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه کابل فتحه شو او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم شو.

د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې د اسلامي امارت د مجاهدینو سرښندنې او اتلولۍ زموږ د زرین تاریخ یو نوی باب دی، چې د امریکا شل کلن اشغال ته یې د پای ټکی کېښود او په هېواد کې یې خپلواک شرعي نظام حاکم کړ.

په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او کورنیو ډاکترانو د څارنې لړۍ پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت وایي، د بهرنیو او کورنیو ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې لړۍ پیل شوې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه څارنه د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رییس ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي، ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او کورنیو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي او د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کوي.

 د ارزونې یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې له سنان، امید، سروري او السید روغتونونو او عمر هادي کلینیک څخه څارنه ترسره شوې او اړوندو مسولینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه اړینې سپارښتنې شوې دي.

 د یادونې وړ ده، چې د ارزونې دغه بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانینو د پلي کولو په موخه عملي شي او د مسولینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

ملا خیرالله خیرخواه: شل کلن اشغال د عقیدوي، ادبي او کلتوري یرغل لامل و

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه له ملي نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن اشغال د عقیدوي، ادبي او کلتوري یرغل لامل و.

نوموړي زیاته کړې، چې اشغالګر د هېوادونو دین، کلتور او اقتصاد ته جدي زیان رسوي. دغه‌راز اشغالګر غواړي، چې نیول شوی هېواد ټول وخت دوی ته اړ او له اقتصادي اړخه یې تر تسلط لاندې وي.

ښاغلي خیرخواه ټینګار کړی، چې خپلواکي او ازادي د هېوادونو د وقار بېرته راګرځولو لپاره اړینه ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د زمري ۲۴مه، چې اشغال پای ته ورسېد او خپلواک اسلامي نظام حاکم شو، د افغانان ګډ ویاړ او خوشالي ګڼلې ده.

د ملا خیرالله خیرخواه په خبره، هېواد په بل چا نه بلکې پخپله جوړېږي او افغانان پوه شوي او پخپله یې د هېواد ابادۍ ته مټې رانغاړلې دي.

نوموړي دغه‌راز ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د ګرځندوی صنعت په بې‌ساري ډول وده کړې او د هېواد د بېلابېلو تاریخي او لرغونو ځایونو ساتنه او بیارغونه هم شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې به په بېلابېلو بڼو راتلونکو نسلونو ته لېږدوي، تر څو له خپل تاریخ او ویاړونو څخه خبر واوسي.

په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۰۳ مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره یوه اوونۍکې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د زمري مياشتي له ۱۰مې نيټې څخه تر ۱۶ مې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت زیاته کې، د حیرتان بندر له لارې ۶۸ زره او ۲۲۷  ټنه، د اقینې بندر له لارې شپږ زره او ۲۴۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۶ زره او ۵۳۷ ټنه او د خواف –هرات ۱۲ زره او ۲۵۰  له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۰۳ زره او ۲۶۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره یوه اوونۍکې ۵۹۷ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او د انار جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

 د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

مولوي احمد الله وثیق د جورجیا هېواد د بایسکل ځغلونې له پخواني روزونکي او سیلاني نودر بریدز سره لیدنه کړې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق له جورجیا هېواد څخه راغلي سیلاني او د بایسکل ځغلونې پخواني روزونکي نودر بریدز سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د کابل ولایت د ورزش ریاست رییس مولوي عتیق الله خالد، د المپیکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د بایسکل ځغلونې فدراسیون رییس سید نبي الله سادات او د المپیک د اړیکو مسول ارشاد الحق صدیقي هم شتون درلود.

مولوي احمد الله وثیق یاد مېلمه ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د امن له برکته په افغانستان کې ورزش خورا پرمختګ کړی دی.

نوموړي نودر بریدز ته ډاډ ورکړی، چې د ورزش په برخه کې به نوموړي ته هر ډول سهولت برابر شي او ورزشي پروګرامونو کې به ورته د ګډون بلنه ورکړل شي.

ښاغلي نودر بریدز په خپلو خبرو کې افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي، د نړۍ نږدې ۲۰ هېوادونو ته یې ورزشي سفرونه کړي دي، چې افغانستان ته یې راتګ تر ټولو خوږه خاطره تشکیلوي.

دغه‌راز نوموړي د ورزش ادارې له رهبرۍ مننه کړې، چې په ورزشي پروګرامونو کې د ده د ګډون بلنه یې منلې او هیله یې څرګنده کړې، چې دلته په پلازمېنه  کابل کې به د بایسکل ځغلونې په ځینو ورزشي پروګرامونو کې ګډون وکړي او خپلې تجربې به له افغان ورزشکارانو سره شریکې کړي.

د اهل تشیع علماوو سره د ډاکتر ملا عبدالواسع لیدنه؛ اهل تشیع د اسلامي نظام بشپړ ملاتړ او اطاعت کوي

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د اهل تشیع علماوو او متنفذینو له یو شمېر استازو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سید صوفي ګردېزي، سید حسن شریفي بلخابي او محمد اسحاق صفدري د نورو په استازیتوب خبرې کړي او د اسلامي امارت او ولسونو ترمنځ یې نږدې اړیکي او همغږي ستایلې ده.

دوی ویلي، چې اهل تشیع د اسلامي نظام بشپړ ملاتړ او اطاعت کوي، ورسره نېکې اړیکې لري او د هغه تر سیوري لاندې په ښه تفاهم او تعامل ژوند ته خوشاله دي.

دغه‌راز له بېلابېلو ولایتونو څخه د اهل تشیع علماوو او متفذینو استازو د اوبو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له وجې په هرات، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سرپناه ستونزو ته د رسېدنې، د جوماتونو بیارغاونې او جوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې پیاوړتیا په موخه خپل ځانګړي وړاندیزونه او ستونزې په لیکلې بڼه شریکې کړې دي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، ارګ د ټولو افغانانو شریک کور دی او د اسلامي امارت رهبري د ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه خپل مسولیت بولي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د اسلامي نظام او ولسونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې د اهل تشیع علماوو او متفذینو د رول ستاینه کړې ده.

نوموړي د اهل تشیع علماوو او متنفذینو د هر وړاندیز په اړه ځانکړې لارښوونې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې له اړوندو مراجعو سره به یې شریک کړي.

الجزیرې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د خپلو پینځو تنو خبریالانو وژنه په کلکو ټکو غندلې

د الجزيرې خبري شبکې ویلي، تېره شپه (یکشنبه) صهیونیستي یرغلګرو د غزې ښار الشفا روغتون ته نږدې د خبریالانو پر خیمه هوایي برید کړی، چې له کبله یې د دې شبکې پینځه تنه خبریالان شهیدان شوي.

د یادې شبکې د راپور له مخې، په قربانیانو کې د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه انځور اخیستونکي شامل دي.

د الجزيرې اجرایيه مشر محمد معوض ويلي، چې په دې شهید شویو خبریالانو کې  انس الشريف د رسمي خبريال په توګه ثبت شوی و او يوازينی غږ و چې نړۍ يې د غزې له حالاتو خبروله.

د الجزيرې خبري شبکې دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې دا د رسنيو پر ازادۍ یو ښکاره او له وړاندې پلان شوی عمل دی.

دغه‌راز د غزې دولتي د اطلاعاتو دفتر دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې «قصدي او له وړاندې پلان شوی» عمل بللی.

په دې سره د هغو خبریالانو شمېر، چې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې یې په غزه کې ژوند بایللی، ۲۳۷ تنو ته رسېدلی دی.

مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړېوال سازمان له مشر سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړېوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا سلاوډر سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د شري واکسین ملي کمپاین، پولیو واکسین غوره تطبیق، د سرطان روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرېدو، او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې د شري ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین باید په ښه توګه ترسره او د مخنیوي لپاره یې باید مناسب پلان جوړ او عملي شي.

ورته‌مهال د روغتیا نړېوال سازمان مشر د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې یاده برخه کې به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ کار وکړي.