د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه له ملي نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن اشغال د عقیدوي، ادبي او کلتوري یرغل لامل و.
نوموړي زیاته کړې، چې اشغالګر د هېوادونو دین، کلتور او اقتصاد ته جدي زیان رسوي. دغهراز اشغالګر غواړي، چې نیول شوی هېواد ټول وخت دوی ته اړ او له اقتصادي اړخه یې تر تسلط لاندې وي.
ښاغلي خیرخواه ټینګار کړی، چې خپلواکي او ازادي د هېوادونو د وقار بېرته راګرځولو لپاره اړینه ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د زمري ۲۴مه، چې اشغال پای ته ورسېد او خپلواک اسلامي نظام حاکم شو، د افغانان ګډ ویاړ او خوشالي ګڼلې ده.
د ملا خیرالله خیرخواه په خبره، هېواد په بل چا نه بلکې پخپله جوړېږي او افغانان پوه شوي او پخپله یې د هېواد ابادۍ ته مټې رانغاړلې دي.
نوموړي دغهراز ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د ګرځندوی صنعت په بېساري ډول وده کړې او د هېواد د بېلابېلو تاریخي او لرغونو ځایونو ساتنه او بیارغونه هم شوې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت لاستهراوړنې به په بېلابېلو بڼو راتلونکو نسلونو ته لېږدوي، تر څو له خپل تاریخ او ویاړونو څخه خبر واوسي.

