ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ستر درستیز توپچي ریاست د توپچيBM21 چهل میله څانګې د سرحدي قطعاتو او جزوتامونو څخه ۳۰ تنه منسوبین د ظرفیت لوړونې له یو میاشتني مسلکي زده کړو څخه وروسته د دې ریاست مرستیال ملا صدیق الله مستري او ګڼ شمېر نورو مسولینو په شتون کې فارغ شول.
د توپچي ریاست مرستیال ملا صدیق الله مستري پخپلو خبرو کې وویل: “د توپچي مسلک د جګړې په ډګر کې مهم رول لري، که چیري د یو هېواد توپچي ځواک قوي وي نو هیڅ هېواد یرغل ته زړه نه ښه کوي، پخپلو زده کړو کې خولې تویې کړئ ترڅو د جګړې په ډګر کې مو د وینو توېدلو مخه ونیسي.”
دغهراز غونډه فارغانو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

