ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 452

بهرنیو چارو وزارت د یوناما د وروستي راپور په تړاو د څېړنې پایلې په ډاګه کړې

بهرنیو چارو وزارت د جبري راستنېدونکو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې د وروستي راپور په تړاو د څېړنې پایلې په ډاګه کړې، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې له خوا راپور خپور شو چې ګواکې هغه افغان ګډوالو چې له ایران او پاکستان څخه را اېستل کیږي د اسلامي امارت له خوا له شکنجې، انتقامي چلند، بې‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په راپور کې د یاد شویو پېښو د څېړنې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس د دې وزارت په مشرۍ د امربالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکایات وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست په غړیتوب کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې یاد راپور په هر اړخیز ډول وڅېړي، د پېښو د کره‌والي په صورت کې له اړوندو حکومتي ارګانونو او د ناکره‌والي په صورت کې له یوناما څخه توضیحات وغواړي.

د دې حکم په تعمیل یاد کمیسیون له بېلابېلو ناستو وروسته خپلې څېړنې په لاندې ډول شریکوي:

که څه هم په یاد راپور کې په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې خو په عمومي ډول را اېستل کېدونکو ګډوالو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره ګډوال اندېښنمن کړي.

راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی.

راپور ادعا کوي چې یوازې له ۴۹ کسانو سره مرکې یې د راپور بنسټ جوړ کړی حال دا چې په میلونونو افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي فلهذا د قضیو انتخاب محدود او غرضناک دی او ډېر موارد له شواهدو پرته یوازې د ګومانونو په بڼه یاد شوي دي، چې د څېړنې له علمي ميتودونو سره هم سمون نه لري.

راپور کې له داسې اصطلاحاتو څخه کار اخیستل شوی چې سیاسي بڼه لري او د بې‌طرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي، لکه د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او بد چلند ترسره کولو ادعاوې.

راپور د ډېرو محدودو ادعاوو/پېښو پر اساس جوړ شوی او د يو څو پېښو پر اساس پکې د ټول هېواد د وضعيت د قياسوهڅه شوې.

عمومي او غيری مشخصې ادعاوې پکې شوې وې، چې د ځای، شخص او وخت په اړه یې د ابهام له وجې څېړل ناشونی وي.

د بېلګې په ډول: د یوې ښځې ادعا چې یو پوځي چارواکي په زور د هغې د ودولو غوښتنه کړې.

یا د یوه قاضي یادونه چي هغه وایي د ژوند تشویش لري ګواکې له ډاره له کوره نه شي وتلی.

د تخار او پکتیا د راستنیدونکو د قتل قضیې جزییات نه لري، او نه یې شواهد شریک شوي مګر راپور کې يې ادعا شوې ده.

تر ډېره راپور د غير معياري ميتودونو پر بنسټ يوازې پر منفي اړخونو متمرکز دی، او مثبتپرمختګونه پکې له پامه غورځول شوي دي.

د الفاظو په لوبې کې د پېښو تصوير ډېر لوی ښودل شوی. پېښو ته ژبنی، سمتي او سياسي رنګ ورکول شوی دی.

په راپور کې د هېواد ځانګړی ديني او ټولنيز هويت او ارزښتونه په پام کې نه دي نیول شوي.

د راپوري مودې د پېښو پر ځای د تېرو پېښو ذکر کول، چې لوستونکو ته داسې فکر ورکوي لکه داچې نوې پیښې وي.

پورتنیو ستونزو ته په کتلو په مجموع کې راپور کي هڅه شوې چې په عامه اذهانو کې بې‌ځایه اندیښنې ایجاد کړې، ګواکې د هېواد اوسنی وضعیت د راتلونکو هېوادوالو لپاره مساعد نه دی.

د صفر المظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسولین راوغوښتل شول، او پورتني موارد په صراحت ور سره شريک شول او ټینګار وشو، چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.

مجیب الرحمن عمر په ترکیه کې د بېلابېلو ترکي ودانیزو شرکتونو له مسولینو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندازده او مل پلاوي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په انقره کې د هایدرو ډيزاین، بارسو، سوایش او بیتیک ترکي ودانیزو شرکتونو له مسولینو سره وکتل.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې او د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هغوی د کاري تجربو شریکولو په هکله بحث او خبرې شوې دي.

د هایدرو ډیزاین شرکت مسولینو او تخنیکي کارمندانو د خپلو کاري تجربو په هکله د اوبو مرستیال او مل پلاوي ته اړین معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د اوبو په تنظیم او ډیزاین برخه کې یې یو شمېر پروژې په افغانستان او اروپایي هېوادونو کې پلي کړې دي.

یاد شرکت په افغانستان کې د کجکي بند تحلیلي او زمینداور کانال د ډیزاین سربېره ځينې نورې پروژې هم ډيزاین کړې دي.

همدارنګه د بارسو، سوایش او بیتیک شرکتونو مسولینو په افغانستان کې د پانګونې او د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلې کاري تجربې شریکې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې ښاغلي مجیب الرحمن عمر او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي بند لپاره د جوړوېدونکو دروازو جوړولو له بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ په انقره کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر سره هم کتلي دي.

د دې تر څنګ یې په افغانستان کې د اوبو پروژو د تنظیم په برخه کې د ترکيې او نورو هېوادونو د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.

زرګونه اسرائیليانو د غزې د اشغال طرحې پر ضد لاریون کړی

زرګونه اسرائیلیانو تېره شپه په اشغال شویو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له لوري د غزې د نیولو د طرحې پر ضد لاریون کړی.

دوی د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو او د زندانیانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

لاریون‌والو له ټرمپ هم غوښتي، تر څو د نتانیاهو د جګړه‌غوښتونکو سیاستونو پر وړاندې اقدام وکړي.

د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې د اشغال پرېکړه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې د ټولې سیمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا یې یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بللې ده، چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطيني ولس بشري کړکېچ به لا زيات کړي.

دغه‌راز د دې پلان له تصویبېدو وروسته یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې او د دې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

“د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شوې ده”

د افغانستان اسلامي امارت نږدې څلور کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴مه په هېواد کې غربي اشغال ته د پای ټکی کېښود او د یوه خپلواک اسلامي نظام بنسټ یې کېښود.

افغانان د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو خوښ دي او وايي، چې له شل کلن اشغال وروسته یې د ارام ساه اخیستې ده.

د غزني اوسېدونکی عبدالرحمن وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې خلک په پوره ډاډ له وېرې پرته خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.

د فخر الدین په نوم د غزني بل اوسېدونکی د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره خوښ دی او وايي، چې امنیت حاکم شوی او په بشپړ سوله کې ژوند کوي.

د پوهنتون استاد پوهنیار عبدالبصیر عابد د زمري د ۲۴مې خپلواکي د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو پایله بولي.

د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۱۴۰۰/۵/۱۹) د الفتح عملیاتو په لړ کې فراه او د بغلان مرکز پلخمري فتحه کړل.

د فتحې لړۍ لومړی د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه له نیمروز څخه پیل شوه او ډېر ژر نورو ولایتونو ته هم ورسېده. د زمري پر ۲۴مه کابل فتحه شو او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم شو.

د یادونې وړ ده، چې پینځه ورځې وروسته د زمري ۲۴مه د خپلواکۍ، له اشغال څخه د خلاصون او د لویې بریا ورځ په ټول هېواد کې په شانداره مراسمو نمانځل کېږي.

د پوهنتون استاد: د زمري ۲۴مه لویه فتحه وه

د پوهنتون استاد رومان شېرزاد وايي، د زمري پر ۲۴مه د افغانستان فتحه ځکه لویه وه، چې د نړۍ زبرځواکونه پکې په ګونډو شول.

همدارنګه دا فتحه د ټولو افغانانو او مسلمه امت فتحه ده.

نوموړی زیاتوي، چې اسلامي امارت له فتحې وروسته په ډېر تدبیر او ذکاوت سره هېواد کنټرول کړ او د ډېرو بوږنوونکو پېښو او شخصي انتقامونو مخه یې ونیوله.

د ښاغلي شیرزاد په خبره، دښمن غوښتل چې موږ په کورنیو جګړو واړوي، خو د الله په نصرت او له یوه امیر څخه د مجاهدینو په اطاعت سره د ټولو دسیسو مخه ونیول شوه.

هغه وايي، اسلامي امارت کابل ته له ننوتو وړاندې عمومي بښنه اعلان کړه، چې پر بنسټ یې د دښمن د ډېرو توطیو مخنیوی وشو.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال غزني ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا غزني ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له والي ملا عبدالصمد جاوید، ملکي او نظامي مسولینو سره د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه لیدنه کړې.

په لیدنه کې د غزني والي ملا عبدالصمد جاوید پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې په اسلامي نظام کې اطاعت اصل دی او د مشرتابه له لوري په هر امر او لارښوونه عمل واجب ګڼل کیږي.

دغه‌راز ملا محمد ابراهیم صدر په دې ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، د امنیت د ټینګښت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د پلي کولو او له خلکو سره د نېک چلند په اړه اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې تېره ورځ زابل ولایت ته هم سفر کړی و او هلته یې په ورته مسایلو د یاد ولایت له مسولینو سره لیدنې او خبرې کړې وې.