د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۱۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۱۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶۱ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۸۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۷۴۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۲۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۵ تنه و، کندهار، هلمند، فراه او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۱۲ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱ کورنیو سره ټولې ۴۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې یو زر او ۲۱۱ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۵۴ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۳۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۳۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره ټولې۳۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۷۳۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او ۱۷۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۷۴ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۳۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۳۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۸۶ تنه و، کندوز، تخار، بلخ، پروان، دایکنډي، بغلان، پکتیا، او لغمان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۹۴ زره او ۳۴۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال : ۹۶۲ کورنۍ او څلور زره او ۷۶۹ وګړي
لېږدول شوي کډوال : ۸۱۸ کورنۍ او دوه زره او ۸۰۹ وګړي
مرسته شوي کډوال : ۶۰۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۶۱۳ عدده