ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه هلمند ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد د یو رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له والي مولوي عبدالرحمن کندوزي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې وروستي راپور، د اقلیمي بدلون اغېزې، د روانې وچکالۍ ستونزې او د اوبو د اغېزمن مدیریت په اړه هر اړخیز بحث او خبري شوې دي.

ښاغلي عابد ویلي، چې د چاپېریال د ارزونې راپور جوړونه به د ټولو ولایتونو په کچه عملي کېږي او هلمند د ځانګړو اقلیمي شرایطو له امله پکې ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د وچکالۍ د اغېزو کمول، د اوبو د مدیریت معیاري تګلارې او د طبیعي سرچینو ساتنه د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي د یاد ولایت د چاپېریالي وضعیت او د وچکالۍ له امله د خلکو د ستونزو یادونه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د ولایت مقام به د چاپېریالي پروګرامونو په پلي کولو کې له اړوندو ادارو سره نږدې همکاري کوي.