ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات لوګر او پکتیا ولایتونو ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې ریيس او قاضي‌القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د يوه پلاوي په ملتيا لوګر او پکتیا ولایتونو ته سفر کړی.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د دغو ولایتونو د مرافعه محاکمو له عمومي رییسانو، د محاکمو اړوند قضاتو، مفتیانو، محررینو، علماوو شورا او نورو اړوندو ولایتي امارتي ادارو له مسوولینو سره لیدنه کړې ده.

ښاغلي حقاني د محاکمو مسوولینو او منسوبینو ته لارښونه کړې، چې د تل په څېر دې د مرافعه او ابتداییه محاکمو قضایي غړي له یو بل سره په قضایي او اداري چارو کې ښې اړيکې ولري، ابتداییه محاکم دې کوښښ کوي چې دوسيې د شريعت، اصولو، فرامينو، احکامو او متحدالمآلونو مطابق حل او فصل کړي، ترڅو يې صادرې شوې پرېکړې د لوړو محاکمو لخوا نقض نشي.

نوموړي زیاته کړې، د محاکمو قضایي او اداري غړي دې د دعوی له طرفينو سره ښه چلند کوي او د اصولو مطابق دې لارښوونې ورته وکړي.

د سترې محکمې ریيس او قاضي‌القضات ویلي، قاضي او مفتي دواړه مسوول او مکلف دي چې کومې دوسيې ته رسېدنه کوي، د هغه په اړه دقيقه څېړنه او تحقيق وکړي، کله چې د دوسيې جریان ورته واضح او معلوم شو، بيا دې په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، زموږ ډېری هېوادوال په محاکمو کې د خپلو دوسیو د پرمخ وړلو برخه کې ډېر معلومات نه لري او په دې برخه کې نابلد دي، نو بنا قضات دې له هغوی سره له غوسې ډک چلند نه کوي، بلکې ښه چلند دې ورسره وکړي.

پر دې سربېره ښاغلي حقاني د محاکمو او نورو اړوند امارتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی او ویلي یې دی، د ادارو ترمنځ د همغږۍ اړتیا او ګټه داده چې د مراجعینو کارونه له ځنډ او خنډ سره نه مخ کېږي، د قوي همغږۍ په صورت کې په کم وخت کې د مراجعینو موضوعاتو او ستونزو ته رسېدنه کېږي.

نوموړي ټولو ولایتي ادارو مسوولینو ته لارښونه کړې، چې شپه او ورځ د ولس خدمت ته ځان حاضر وګڼي، د خلکو ستونزې له نږدې واوري او د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې ورته رسېدنه وکړي.

دغه‌راز د مرافعه محکمې عمومي ریيسانو ښاغلي حقاني او مل پلاوي ته ډاډ ورکړی چې ټولو دوسيو ته پر خپل وخت رسېدنه شوې، د قضاتو ترمنځ توافق او همغږي شتون لري او له دې وروسته به هم په ټول توان سره د قضیو د حل او فصل لپاره هڅه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په يادو ولايتي سفرونو کې د سترې محکمې د دارالانشا عمومي ریيس مفتي عبدالرشید سعيد، د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رییس مولوي سیف الله آغا او د یادې محکمې د پلان او پاليسۍ ریيس مولوي محمد جمعه فیضاني د سترې محکمې د ریيس او قاضي‌القضات حفظه‌الله ملتيا کوله.