ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر د ځمکنیو خدمتونو د ترسره کېدو تړون لاسلیک شو

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د دې وزارت د هوايي چلند عملیاتي مرستیال مولوي فتح‌الله منصور له یوه خصوصي شرکت سره د بلخ ولایت مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر د ځمکنیو خدمتونو د ترسره کېدو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون د پينځو کلونو لپاره لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د هوايي ډګر خدمتونه لا منظم او معیاري شي.

د یادونې وړ ده، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي، تر څو په ټولو هوايي ډګرونو کې د مسافرو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.