ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سیاسي چارو شنونکی: افغانان په نا انډوله مبارزه کې بریالي شول

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وایي، چې د امکاناتو له مخې افغانان په یوه نا انډوله مبارزه کې بریالي شول.

نوموړی زیاتوي، مجاهدین په نشته امکاناتو او سرښندنو سره د لسګونه داسې هېوادونو په مقابل کې بریالي شول، چې په ټکنالوژۍ، ډالرو او وسلو سمبال وو او سیاسي قدرت یې هم درلود. د همدې اتلولیو په پایله کې یې د هېواد د ارزښتونو دفاع وکړه او خپلواکي یې ترلاسه کړه.

د ښاغلي حمیدزوی په خبره، د شل کلونو قربانیو په پایله کې مو داسې ویاړ او وقار ترلاسه کړی، چې یاد به یې تل‌پاتې وي.

د هغه په وینا، د زمري پر ۲۴مه افغانانو یو ځل بیا نړۍ ته ثابته کړه، چې د هېڅ اشغالګر او استعمارګر پر وړاندې سر نه ټیټوي.

دغه‌راز افغان ولس مجاهد ولس دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې ازادي یې سلب کړي.