ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي سیف الاسلام خیبر: د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه او له حقیقت څخه لرې دي

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د افغان مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې چې وایي پر دوي بې‌ساري محدودیتونه لګول شوي، ردوي.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، افغان ښځې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه برخمنې دي.

نوموړي زیاته کړې، د ښځو د عفت، عزت او شرعي حقونو ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

 ښاغلي خیبر ویلي، د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې، چې وايي پر دوی بې ساري محدودیتونه لګول کیږي، له حقیقت څخه لرې دي.

نوموړي زیاته کړې، که ملګري ملتونه ځان د ښځو د حقونو مدافع ګڼي، نو باید د هغه ظلم او وحشت مخه ونیسي، چې صهیونیسټ رژیم یې په غزه کې پر ښځو او ماشومانو تحمیلوي.

د مسولینو په وینا، دغه  وزارت د ښځو عزت، وقار، مشروع حقونه او ساتنه خپل دیني او ملي مسوولیت ګڼي، او له همدې امله په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو د مذهبي حقونو د ډاډمنولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته شوي دي.