ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 454

پوهنې وزارت په ریاضي کې د ځانګړي استعداد لرونکی ماشوم وستایه

پوهنې وزارت د سمیع‌الله په نوم د ریاضي په برخه کې د ځانګړي استعداد لرونکی ماشوم وستایه.

سمیع الله د ښوونځي بااستعداده زده‌کوونکی دی، چې د ریاضياتو په برخه کې ځانګړی ذکاوت لري.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رییس مولوي عبدالولي سداد د سمیع الله ځانګړي استعداد ته په اشارې سره ویلي: “بې له شکه زموږ د خلکو هیله زموږ په راتلونکي نسلونو او ځوانانو پورې تړلې ده؛ له همدې امله، هغوی باید هڅه وکړي چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې جدي هڅې وکړي، ترڅو زموږ د ځورېدلي ملت ټولې هیلې پوره شي.”

د دې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رییس مفتي محمد یوسف ثاقب ویلي: “د پوهنې وزارت ژمن دی، چې د ټولو طالب‌العلمانو او زده‌کوونکو استعدادونو ته پراختیا ورکړي، ترڅو په راتلونکي کې دوی د هېواد کارپوه او نامتو علمي کادرونه وګرځي.”

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغت الله ویلي، د پوهنې وزارت دا خپل مسئولیت ګڼي، چې د ځانګړو استعدادونو لرونکو ټولو ماشومانو هڅونه او هر اړخیز ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې: “دې وزارت له ټول هېواد څخه د سمیع الله جان په څېر د با استعداده زده‌کوونکو لپاره یو نمونوي ښوونځی تاسیس کړی، ترڅو هغوی د اړینو تعلیمي اسانتیاوو، عصري تدریسي موادو او تجربه لرونکو ښوونکو په لارښوونه په ښه ډول خپلې زده‌کړې پرمخ بوځي.”

د غونډې په پای کې یاد زده‌کوونکی د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا د ۵۰ زره افغانیو نغدي ډالۍ، یوه کمپیوټر او یو جوړه جامو په ورکولو سره وستایل شو.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د پکتیکا له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د پکتیکا ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره په ارګ کې وکتل.

په دې ناسته کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مفتي محمود ذاکري هم ګډون درلود.

په پیل کې یادو علماوو په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد د پرمختګ او هوساینې په برخه کې شوې کړنې ستایلې دي.

دې مشرانو د برېښنا د نشتوالي، د پوهنې، روغتیا، مواصلاتي لارو جوړولو او بیارغاونې او بنسټیزو پروژو د پلې کولو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د پکتیکا د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه بیان او دې برخې ته یې د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دوی د ولسونو غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه د ریاست الوزرا مقام د دفتر له لوی رییس سره شریک کړي دي.

ډاکټر ملا عبدالواسع د پکتیکا راغلو علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې ارګ د ټولو افغانانو ګډ کور او دروازه یې د ټولو پر مخ پرانیستې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولین له توپير پرته د ټولو ولسونو ستونزې، واندیزونه او مشورې اوري او د خپل توان په حد کې یې د حل لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

په پای کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل په موخه به یې وړاندیزونه له اړوندو ادارو او مسولینو سره شریک کړي.

“د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېوادوالو د ارام ساه واخیسته”

د افغانستان اسلامي امارت نږدې څلور کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴مه هېواد له ښکېلاک څخه وژغوره او یو بشپړ خپلواک او اسلامي نظام یې حاکم کړ.

اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې ګڼې لاسته راوړنې لري او په بېلابېلو برخو کې بې‌ساري پرمختګونه شوي دي. هېوادوال یې کړنې او لاسته‌راوړنې ستايي او وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته مو یو ځل بیا د ارام ساه واخیسته.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی ښایسته‌ ګل وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ولسونو ته د ارام ژوند زمینه برابره شوې او په ګڼو برخو کې ډېر کار او پرمختګ شوی دی.

د روزګان اوسېدونکی عبدالله شکور بیا وایي، چې د زمري ۲۴ مې د خپلواکۍ ورځې لپاره د اسلامي امارت مجاهدینو سترې قربانۍ ورکړې دي.

د بغلان اوسېدونکی قاري لطف‌الله د اسلامي امارت بریا پر هېواد د رڼا پيل ګڼي او وايي، چې د زمري پر ۲۴ مه د اسلامي امارت له بریا وروسته پر هېواد رڼا خپره شوه.

د افغانستان اسلامي امارت له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۱۴۰۰/۵/۱۸) د الفتح عملیاتو په لړ کې د سمنګان مرکز ایبک ښار فتحه کړ.

لومړنی ولایت نیمروز و، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري فتحه شو.

د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۶مه د جوزجان مرکز شبرغان، پر ۱۷مه بیا کندوز، سرپل او تخار او پر ۱۸مه د سمنګان مرکز ایبک ښار فتحه شو.

د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم ورسېده، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه کابل هم فتحه شو او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم شو.

د یادونې وړ ده، چې شپږ ورځې وروسته د زمري ۲۴مه د خپلواکۍ، له اشغال څخه د خلاصون او د لویې بریا ورځ په ټول هېواد کې په شانداره مراسمو نمانځل کېږي.

اسلامي امارت د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو وغندله

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې د ټولې سیمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا یې یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اشغالګر اسرائيلي رژيم له لوري د غزې د ټولي سيمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندي او دا يوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بولي، چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطيني ولس بشري کړکېچ به لا زيات کړي.”

د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو موثرو لوریو په ځانګړې توګه د سیمې پر اغېزناکو هېوادونو غږ کړی، چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسوليت ادا کړي او پرې‌نږدي چې په غزه کې وار له مخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي. دغه‌راز ژر تر ژره بايد په دې تړانګه کې د اوربند او د بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمينه برابره شي.

اسرائیلي رژیم د نتانیاهو هغه پلان تصویب کړی، چې له مخې یې غواړي غزه په بشپړ ډول کنترول کړي.

د دې پلان له تصویبېدو وروسته یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې او د دې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د غزې د اشغال طرحې ته نړیوال غبرګونونه؛ ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو یې د نه عملي کېدو غوښتنه کړې ده

د راپورونو له‌مخې، د صهیونیستي رژیم د امنیتی کابینې له خوا د غزې ښار د بشپړ اشغال لپاره د نتنیاهې طرحې له تصویبېدو وروسته یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو اندیښنه څرګنده کړې او د دې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، د غزې د بشپړ پوځي کنټرول په تړاو د اسرائیلو تازه طرحه باید ژر تر ژره لغوه شي.

ورته‌مهال د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د اسرائیلو له لوري پر غزه د بشپړ پوځي کنټرول طرحه “ناسمه” بللې او ویلي یې دي چې دغه اقدام به د جګړې پراخېدو لامل شي.

بل‌خوا د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جبري او دايمي بې‌ځايه‌کول د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

چین هم د غزې ښار د اشغالولو لپاره د صهیونیستی رژیم د پلان په اړه «جدي اندیښنه» څرګنده کړې او پر یاد رژیم یې غږ کړی، چې سمدلاسي خپل “خطرناک عمل” ودروي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز یاده طرحه د سولې او ټیکاو لپاره ګواښ بللې او پر نړیواله ټولنه یې غږ کړی، چې د عملي کېدو مخنیوی یې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو امنیتي کابینې تازه د غزې د اشغال لپاره د نتانیاهو طرحه تصویب کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۱۴  هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۱۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۴۶۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۹۶ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۵۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۴۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۱۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۷ تنه و، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۷۶ زره  کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۳ کورنیو سره ټولې ۸۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۳۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۱۰ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۷ تنه و، کندهار، هلمند، زابل او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۳۳۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۲ کورنیو سره ټولې۸۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۹۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۹۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۰۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او ۱۱۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۸۸ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۶۴ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۸ کورنیو سره ټولې یو میلیونه او ۶۱۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۳۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۲۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۶۹ تنه و، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۳۵ زره او ۵۶۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               یو زر او ۱۱۹ کورنۍ او  پینځه زره او ۶۲۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۴۷۲ کورنۍ او دوه زره او ۴۳۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:             یو زر او ۷۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۷۴۸ عدده

ټرمپ او پوتین د اوکراین د جګړې په اړه مذاکرات کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د روان کال د اګسټ پر۱۵مه نېټه د امریکا په الاسکا ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کوي.

ټرمپ د یادې لیدنې موخه په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول بللي او زیاته کړې یې ده، چې ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې تړون کې د “سیمې تبادله” هم شامله وي.

ورته مهال کرملین ماڼۍ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ یاده ناسته تایید کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا د ٢٠٢٥ کال ټاکنو کې د ټرمپ تر بريالي کېدو وروسته له پوتين سره د نوموړي لومړنۍ مخامخ ليدنه ده.