ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

محمد سهیل شاهین: اسلامي امارت د زمري پر ۲۴مه د نظامي میدان تر څنګ سیاسي میدان هم وګاټه

قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین وايي، چې اسلامي امارت د زمري پر ۲۴مه د نظامي میدان ترڅنګ سیاسي میدان هم وګاټه.

نوموړی زیاتوي، چې دا بریا د افغانانو د بې‌سارې قربانیو، سرښندنو او جهادي مبارزو پایله وه.

ښاغلی شاهین د زمري پر ۲۴مه د اسلامي امارت بریا د اوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره د زده‌کړو غوره سرچینه بولي.

د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده، چې د اسلامي امارت مجاهدینو بریا پکې خپله کړه، هېواد یې له اشغال څخه وژغوره او د نړۍ زبر ځواک ته یې ماتې ورکړه.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د جګړو ټغر ټول شو، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره بې‌سارې هڅې پیل شوې او افغانستان د ځان‌بسیاینې لور ته چټک ګامونه واخیستل. اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې ګڼ پرمختګونه کړي او په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته‌راوړنې لري.