د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) د نمانځنې په موخه بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځايي مسولینو د لا ښه چمتووالي په موخه غونډې کړې دي.
په دې غونډو کې د زمري د ۲۴مې تاریخي ورځې د نمانځلو پر چمتووالي، ښاري ښکلا او نظم او اړوند نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د دې تر څنګ په ښارونو، بازارونو او عمومي واټونو کې بېنرونه لګول شوي، بیرغونه درول شوي او پر دیوالونو د خپلواکۍ اړوند شعارونه لیکل شوي دي.
د خپلواکۍ څلورمه کلیزه به په ټول هېواد کې په شانداره مراسمو ونمانځل شي.
دا هغه ورځ ده، چې د سرښندونو، قربانیو او پیاوړې مبارزې یاد تازه کوي او ولسونو ته څرګندوي، چې د حق د لارې مبارزین څه ډول د نړۍ د زبر ځواک په مقابل کې بریالي شول او د یوه خپلواک اسلامي نظام بنسټ یې کېښود.
د زمري ۲۴مه د هېواد په تاریخ کې ویاړلې ورځ ده. له نن څخه څلور کاله وړاندې په دې ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو کابل فتحه کړ او هېواد یې له غربي ښکېلاک څخه وژغوره.

