د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د دوامدارو هڅو او د قومي مشرانو د منځګړيتوب په پایله کې په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۹ کلنې دښمنۍ روغه جوړه وکړه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د یادې دښمنۍ له امله د ګڼو مالي زیانونو تر څنګ یو تن وژل شوی او بل تن سخت ټپي شوی و، چې د دواړو لوريو ترمنځ یې سترې ستونزې رامنځته کړې وې.
مسوولینو د دواړو ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولې عادلانه پرېکړه وکړه، دوی یې له دښمنۍ راوګرځول او یو بل ته د بښنې په کولو سره یې د خوښۍ ژوند پیل کړ.
دغه راز د دواړو لوريو مشرانو د اسلامي امارت له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغې دښمنۍ په هوارولو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

