ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس دایکندي ته سفر وکړ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس عبدالقاهر حاجي ادریس دایکندي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي احسان الله رحمت یار او د دې ولایت د احصایې او معلوماتو له رییس مولوي عبدالرشید حمیدي سره لیدنې کړې دي.

دغه اداره وایي، چې په دې لیدنو کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د نفوسو د احوالو ثبت برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د خلکو د ستونزو پر هواري او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر پر چټکتیا او پراختیا خبرې شوې دي.

 ښاغلي حاجي ادریس په یاد ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش څانګې، د احصایې او معلوماتو ریاست د نورو اړوندو کاري دفترونو او بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته په کارونو کې د لا ښې همغږۍ، د چټکو خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د نېک چلند اړینې سپارښتنې کړې دي.