ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ تعالی په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ تعالی په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې وشوه.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې دې غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ د کابینې غړو ته د خپلو مسولیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام د ښه تطبیق، د خلکو د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه مهمې توصیې او اړینې سپارښتنې کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ﷲ ویلي: “د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ، د فکري سمون لپاره یې کار وکړئ، له بد اخلاقۍ څخه یې را وګرځوئ او د ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، مذهب او عقیده ور وښایاست او په ټولو چارو کې د ﷲ تعالی په دین او مقدس شریعت منګولې ټینګې کړئ، همدا د هر څه لپاره اصل وګرځوئ، دا زموږ شرعي مسولیت او د افغانانو غوښتنه ده.

د مولوي ذبیح‌الله مجاهد په وینا، له وینا وروسته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې او نظرونو شریک شوې او په پایله کې لاندې پرېکړې شوې دي.

۱ـ کابل ښاروالي ته دنده وسپارل شوه، چې په کابل ښار کې د اړتیا وړ ځایونو کې جوماتونه جوړ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته یې تسلیم کړي.

۲ـ د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې، همدا ډول د محاکمو لخوا د هغوی په مورد په پریکړو هر اړخیز بحث وشو.

۳ـ جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د لا ښې پاملرنې په اړه په بېلابېلو برخو کې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهني، لوړو زده کړو او د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو په مشرۍ پلاویو ته دنده وسپارل شوه، چې په ټولو برخو کې ارزونې وکړي، همدا ډول د کلیوالي مدرسو او په جوماتونو کې د درسي سیستمونو احیا او تقویې په اړه هم بحث او خبرې وشوې او اړوندو ارګانونو ته د امکاناتو تر حده د پاملرنې توصیه وشوه.

۴ـ عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د بیلابیلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار وکړ او په دې اړوندو مسوولینو ته لازم هدایات او لارښونې وشوې.

همدارنګه په یو لړ نورو اړینو او مهمو مسایلو هم بحث او په ټوله کې د نظام د لا پياوړتیا لپاره په لارو چارو باندې غور وشو.

د کابینې دغه دوه ورځنۍ غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا خلکو او نظام ته د خیر په دعا پایته ورسېده.