ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ملي راډیو تلویزیون کې د اسلامي ملي اردو د سلګونه سرتېرو په ګډون د زمري د ۲۴مې په ویاړ غونډه وشوه

د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې د اسلامي ملي اردو د سلګونه سرتېرو په ګډون د زمري د ۲۴ مې په ویاړ غونډه وشوه.

د دې غونډې ګډونوالو او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په هېواد کې د تېر شل کلن امریکايي اشغال پر مهال د ظلم او وحشتونو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، دا نظام د مجاهدینو د قربانیو او هېوادوالو په ملاتړ حاکم شوی او په کار ده، چې په ښه ډول یې ساتنه وشي.

د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي ویلي، چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال په بېلابېلو نومونو پر افغانانو نه هېرېدونکو ظلمونه شوي دي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت یو شمېر چارواکو په افغانستان کې اسلامي نظام د تېرو شل کلنو قربانیو پایله ګڼلې او له اسلامي اردو یې غوښتي، تر څو خپل کړه وړه له اسلامي اصولو سره سم جوړ کړي.

د اسلامي ملي اردو سرتېرو ډاډ ورکړی، چې د سر په بدله به له خپلو خلکو، خاورې او ارزښتونو څخه دفاع کوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو له هېوادوالو غوښتي، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي او لا یې ملاتړ وکړي.