د هرات ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په امین اباد کلي کې د څه باندې ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.
په یاده شبکه کې د ۱۰۰ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۶۰ متره مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۵ زره او ۶۵۱ متره په اوږدوالي پایپ غځول او د ۱۸۰ شیردهنونو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د یاد کلي ۲۵۶ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

