ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 445

د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز لوژستیک ریاست د ظرفيت لوړونې سمینار څخه ١٠٢ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ستردرستیز لوژستیک ریاست له لوري د سیمه‌ییزو قطعاتو او جزوتامونو د لوژستیک ١٠٢ تنو امرینو او مدیرانو ته د ظرفيت لوړونې څلور ورځنی سمینار چې د حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه(رض) د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ کې تر سره شو تېره ورځ فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ستردرستیز لوژستیک رییس مولوي عبدالقیوم “الیاس”، د یاد پوهنتون درستیزوال مولوي عصمت الله”احمد”، قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ قوماندان مولوي عبدالناصر”بې سرحده پتنګ” او ګڼ شمیر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مولوي عبدالقیوم”الیاس” په خپلو خبرو کې ویلي، چې لوژستیک په اسلامي اردو کې د زړه حیثیت لري او د زړه د سالم ساتلو لپاره باید هیڅ راز هڅې ونه سپموو.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې باید په ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې د لا ښه والي لپاره یو واحد لوژستیکي نظام او چوکاټ رامینځ ته شي.

همدارنګه مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

له امریکايي اشغال څخه د آزادۍ او بشپړې فتحې د څلورمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

بسم الله الرحمن الرحیم

د مجاهدینو د بریالیتوب، له امریکايي اشغال څخه د آزادۍ او بشپړې فتحې د څلورمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت د مقام اعلامیه!

قال الله تبارک وتعالی: (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا) الفتح (۱)

وقال الله تبارک تعالی: (وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ) الصافات (۱۷۳)

وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: الحمدُ للَّهِ الَّذي صدقَ وعدَهُ ، ونصرَ عبدَهُ ، وَهَزمَ الأحزابَ وحدَهُ. الحدیث (رواه ابن ماجه)

والصلاة والسلام علی سیدالمرسلین وعلی آله و اصحابه اجمعین

الحمدلله، د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د الله جلّ جلاله په نصرت سره د لویې فتحې او د امریکا او د هغوی د متحدینو له اشغال څخه د افغانستان د فتحې څلورم کال پوره شو.

په افغانستان کې د سپيڅلي شرعي نظام د راوستلو لپاره افغانانو تقريبا له ۵۰ کلونو راهیسې خورا ډېر ډېر تکلیفونه وزغمل او ډېرې زیاتې قربانۍ یې ورکړې.

افغانستان د اشغال له ختمېدو وروسته د یوه سپېڅلي شرعي نظام خاوند شو. له څو لسیزو وروسته په ټول وطن کې سراسري امن راغی، خلک مو د شرعي قوانینو په رڼا کې له فساد، ظلم، غصب، نشه‌يي توکو، غلا، چور او تالان څخه وژغورل شول. د افغانستان د آبادۍ او بیا رغېدو لپاره ښه زمینه مساعده شوه او هېوادوالو مو له ژبني، قومي، سمتي، ګوندي، او نورو اختلافاتو څخه نجات پیدا کړ.

دا لوی الهي نعمتونه دي، چې باید زموږ خلک یې هېر نه کړي او د فتحې د ورځې د یادونې پر مهال د الله تعالی ډېر شکر ادا کړي، ترڅو دا نعمتونه نور هم زیات شي. که خدای مه کړه د نعمتونو شکر ادا نه کړو، نا شكري يې وکړو بیا به د الله جلّ جلاله په سختو عذابونو مبتلا شو.

قال الله تعالی: لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ. سورة ابراهیم ۷ ایت

همدا راز باید د خپلو مجاهدینو د جهاد او د شهیدانو، بندیانو، معلولینو د قربانیو او تکالیفو قدرداني وکړو.

د اسلامي امارت ټولو مسولینو ته مو جدي لارښوونه ده، چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې واوسي، د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي او د اسلامي امارت ټول وزیران او کابینه دې د سرپرست کلمه نه کاروي.

د اسلامي امارت ټول مسولین باید د جهاد په لاره کې د شهیدانو کورنۍ په یاد ولري او د یتیمانو د پالنې او ساتنې یې پوره پوره خیال وساتي.

له الله تعالی څخه غواړو، چې زموږ وطن د تل لپاره په شرعي نظام آباد ولري او الله تعالی دې له هر ډول دښمنانو څخه پخپل حفظ او امان کې لري.

الله پاک دې ټول مسلمه امت ته اتحاد او اتفاق ور په برخه کړي او د فلسطین مسلمانانو ته دې الله تعالی مبینه فتحه ورنصیب کړي. آمین یا رب العلمین

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین

شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه‌الله

۲۱/۲/۱۴۴۷هـ ق

۲۴/۵/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/8/15م

نورالدین عزیزي د قرغېزستان له لومړي وزیر سره لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قرغېزستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له لومړي وزیر عادل‌بیک قسیم‌علي‌یف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي عزیزي د قرغېزستان له لومړي وزیر څخه د اسلامي امارت نوم له تور لېست څخه د ایستلو، په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان د ملاتړ او د اسلامي امارت پلاوي ته د یاد هېواد په اقتصادي فورم کې د ګډون د بلنې ورکولو له امله مننه او قدرداني وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د قرغېزستان ډیپلوماټیک حضور سفارت کچې ته پر لوړولو، د اوسپنې پټلۍ څخه د ملاتړ، د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړېدو او دغه راز په کابل کې د قرغیزستان د فوروم د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه په پای کې ښاغلي نورالدین عزیزي د قرغېزستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړه، چې کابل ته سفر وکړي.

له نن څخه څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه په هېواد کې خپلواک اسلامي نظام حاکم شو

له نن څخه څلور کاله وړاندې د (۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه) د اسلامي امارت مجاهدینو پلازمېنه کابل فتحه کړ او په هېواد کې بشپړ خپلواک او اسلامي نظام حاکم شو.

په دې ورځ د شل کلن غربي اشغال لمن ټوله شوه، په هېواد یو ځل بیا د امن او سولې ټغر خپور شو او د اوږدې مودې بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شو.

د اسلامي امارت مجاهدینو په زیاتو قربانیو، سرښندنو او مبارزو د وخت زبر ځواک ته ماتې ورکړه او په هېواد کې یې د خپلواک شرعي نظام بنسټ کېښود.

د فتحې دا تاریخي لړۍ له نیمروز ولایت څخه پیل شوه. د اسلامي امارت مجاهدینو د (۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه) د الفتح عملیاتو په لړ کې نیمروز ولایت فتحه کړ. د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم وغځېده او بالاخره د همدې میاشتې پر ۲۴مه کابل فتحه شو.

د زمري پر ۱۶ د جوزجان مرکز شبرغان، پر ۱۷مه کندوز، سرپل او تخار او پر ۱۸مه بیا د سمنګان مرکز ایبک ښار فتحه شو.

د اسلامي امارت مجاهدینو د فتحې لړۍ جاري وساتله او د زمري پر ۱۹مه فراه او د بغلان مرکز پلخمري فتحه شول.

پر سبا یې (د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۰مه) د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار فتحه شو.

همدارنګه د زمري پر ۲۱مه غزنی او پر ۲۲مه کندهار، هلمند، هرات، بادغیس، روزګان، زابل، غور او لوګر د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاسونو فتحه شول.

له هېواد څخه د اشغال لمن په چټکۍ سره په ټولېدو وه، چې د اسلامي امارت مجاهدینو (۲۳-۵-۱۴۰۰) بلخ، پکتیا، پکتیکا، کونړ، فاریاب او لغمان ولایتونه فتحه کړل.

یوه ورځ وروسته (د زمري ۲۴مه) هغه تاریخي ورځ ده، چې افغانستان په بشپړ ډول له اشغال څخه خلاص شو او د اسلامي امارت مجاهدینو کابل فتحه کړ.

په دې ورځ (۲۴-۵-۱۴۰۰) د پلازمینې کابل په شمول بامیان، پروان، نورستان، کاپیسا، دایکندي، خوست، ننګرهار او میدان‌وردګ ولایتونه فتحه شول.

دا هغه زرینه ورځ ده، چې افغانان یې هر کال د ویاړلې او تاریخي ورځې په توګه نمانځي.

په دې تاریخي ورځ شل کلن غربي اشغال پای ته ورسېد، په هېواد کې امنیت ټینګ شو، هېوادوالو له ظلم او زور زیاتیو وروسته د ارام ساه واخیسته او افغانان له توپیر پرته یو ځل بیا پر یوه ټغر راټول شول.

هېوادوال خوښ دي، چې څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه د بدبختیو، ناامنیو او فساد ټغر ټول شو او یو ځل بیا یې په سوله‌ییزه فضا کې خپل ژوند پيل کړ.

خوست کې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د شخصيت پېژندنې په اړه د (محبوب امير) په نوم غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې لخوا د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د شخصيت پېژندنې په موخه (محبوب امير) په نوم غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ترڅنګ د یو شمېر امارتي ادارو مسولینو، ګڼو ديني علماوو،‌ د‌ مدارسو او ښوونځيو زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.

 یاد وزارت زیاته کړې، غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ژوند ليک تر څنګ د هغه پر سرښندونو، جهادي مبارزې، له اشغال وروسته د عمومي عفوې اعلانول، د ولسونو تر منځ په شته يووالي‌ او په ټوله کې د نوموړي تر قيادت لاندې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو رڼا اچول شوې ده.

 دغه‌راز ویناوالو د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د هغه له لوري د بې ساري عفوې په اړه خبرې کړي ویلي یې دي، واک ته د اسلامي امارت له بيا ځلې رسېدو سره د بې ساري عفوې په پايله کې هېواد د بشپړ امن او يووالي څخه برخمن شوی دی.

 د یادونې وړ ده، چې د غونډې په ترڅ کې د شاعرانو او زده کوونکو له لوري د شته نظام او د هېواد د زعیم په ملاتړ نظمونه، ترانې او شعرونه هم وويل شوي دي.

لوګر کې له لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې تېر ماښام د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې له لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د یو شمېر لیکوالانو او ځوانانو ترڅنګ، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو، د عامه کتابتونونو عمومي رییس دوکتور رفیع الله صمیم او د یو شمېر امارتي ادارو مسولینو هم ګډون کړی و.

د لوګر اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیض الله جوهري ویلي، چې دا زموږ د قلم او د سنګر مبارزو ځوانانو د قربانیو، سرښندنو او هلو ځلو پایله وه، چې افغان ولس ته یې له ۲۰ کلن اشغال څخه خلاصون ور په برخه کړ.

نوموړي زیاته کړې، د ټولو هېوادوالو هېلې همدا تاسو ځوانانو پورې تړلي دي، تاسو کولای شئ په علمي، کلتوري او فکري لحاظ هېواد ته ستر ستر ویاړونه په برخه کړئ.

ښاغلي جوهري د دوښمنانو د پوچو او درواغجنو تبلیغاتو پر وړاندې د ځوانانو ویښتیا او هلې ځلې ستایلي او ډاډ یې څرګند کړی، چې اوس افغانان یو موټی دي او د خپل هېواد د جوړولو او د تېرو څلورو لسیزو د زخمونو د پټۍ اېښودلو بې مخینې خدمات یې پیل کړي دي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم او د غونډې نورو ویناوالو د ځوان قشر په ځانګړي توګه د لیکوالانو، ادیبانو او شاعرانو د هڅونې او ملاتړ په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هلې ځلې ستایلي او ترڅنګ یې ویلي، د دې امت او د افغانستان د مثبت بدلون په برخه کې د لیکوالانو او ځوانانو مبارزه ډېره مهمه ده.

د ګډونوالو په وینا، د الله تعالی لوی احسان دی، چې موږ ته یې اسلامي نظام راپه برخه کړی دی، په دې نظام کې د ټولو ولسونو سر، مال او عزت خوندي دي، عدالت او امن شتون لري، چې دغه ویاړ لوی رب موږ ته د ډېرو کړاوونو په پایله کې راکړی دی، چې ساتل او پالل یې ډېرو قربانیو ته اړتیا لري.

جاپان له افغانانو سره خپلې مرستې  ته دوام ورکوي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوکتور محمدنعیم د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمايا سره د خدای پامانۍ ناسته کړې.

په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال د ښاغلي کورمايا د ماموریت ستاینې ترڅنګ؛ د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخي ارزښت یادونه کړې او هم يې د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دغه‌راز دوکتور محمدنعيم د افغانستان ثبات، د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوي، د اداري فساد له منځه وړلو او د زیربنایي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او له نړیوالې ټولنې یې د مثبت درک غوښتنه کړې ده.

نوموړي زياته کړې، په اړيکو کې پرمختګ هغه وخت ښه راتلی شي چې اړخونه يو د بل ګټې، مصلحتونه، ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي.

د جاپان سفير هم د امنیت شتون، د مخدره موادو ضد هڅې او روانې زیربنایي چارې ستایلي او ټینګار يې کړی، چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې دوامداره ساتي.

 په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر لاپراختیا او دوام ټينګار کړی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه.

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړې دي.

دغه‌راز وروسته د عامې روغتيا، لوړو زده کړو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په افغانستان کې د ريکشو د تولید پر جوړې شوې طرحې بحث شوی دی.