ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د شخصيت پېژندنې په اړه د (محبوب امير) په نوم غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې لخوا د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د شخصيت پېژندنې په موخه (محبوب امير) په نوم غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ترڅنګ د یو شمېر امارتي ادارو مسولینو، ګڼو ديني علماوو،‌ د‌ مدارسو او ښوونځيو زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.

 یاد وزارت زیاته کړې، غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ژوند ليک تر څنګ د هغه پر سرښندونو، جهادي مبارزې، له اشغال وروسته د عمومي عفوې اعلانول، د ولسونو تر منځ په شته يووالي‌ او په ټوله کې د نوموړي تر قيادت لاندې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو رڼا اچول شوې ده.

 دغه‌راز ویناوالو د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د هغه له لوري د بې ساري عفوې په اړه خبرې کړي ویلي یې دي، واک ته د اسلامي امارت له بيا ځلې رسېدو سره د بې ساري عفوې په پايله کې هېواد د بشپړ امن او يووالي څخه برخمن شوی دی.

 د یادونې وړ ده، چې د غونډې په ترڅ کې د شاعرانو او زده کوونکو له لوري د شته نظام او د هېواد د زعیم په ملاتړ نظمونه، ترانې او شعرونه هم وويل شوي دي.