د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوکتور محمدنعیم د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمايا سره د خدای پامانۍ ناسته کړې.
په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال د ښاغلي کورمايا د ماموریت ستاینې ترڅنګ؛ د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخي ارزښت یادونه کړې او هم يې د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دغهراز دوکتور محمدنعيم د افغانستان ثبات، د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوي، د اداري فساد له منځه وړلو او د زیربنایي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او له نړیوالې ټولنې یې د مثبت درک غوښتنه کړې ده.
نوموړي زياته کړې، په اړيکو کې پرمختګ هغه وخت ښه راتلی شي چې اړخونه يو د بل ګټې، مصلحتونه، ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي.
د جاپان سفير هم د امنیت شتون، د مخدره موادو ضد هڅې او روانې زیربنایي چارې ستایلي او ټینګار يې کړی، چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې دوامداره ساتي.
په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر لاپراختیا او دوام ټينګار کړی دی.

