د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړې دي.
دغهراز وروسته د عامې روغتيا، لوړو زده کړو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په افغانستان کې د ريکشو د تولید پر جوړې شوې طرحې بحث شوی دی.

