ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې له لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې تېر ماښام د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې له لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د یو شمېر لیکوالانو او ځوانانو ترڅنګ، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو، د عامه کتابتونونو عمومي رییس دوکتور رفیع الله صمیم او د یو شمېر امارتي ادارو مسولینو هم ګډون کړی و.

د لوګر اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیض الله جوهري ویلي، چې دا زموږ د قلم او د سنګر مبارزو ځوانانو د قربانیو، سرښندنو او هلو ځلو پایله وه، چې افغان ولس ته یې له ۲۰ کلن اشغال څخه خلاصون ور په برخه کړ.

نوموړي زیاته کړې، د ټولو هېوادوالو هېلې همدا تاسو ځوانانو پورې تړلي دي، تاسو کولای شئ په علمي، کلتوري او فکري لحاظ هېواد ته ستر ستر ویاړونه په برخه کړئ.

ښاغلي جوهري د دوښمنانو د پوچو او درواغجنو تبلیغاتو پر وړاندې د ځوانانو ویښتیا او هلې ځلې ستایلي او ډاډ یې څرګند کړی، چې اوس افغانان یو موټی دي او د خپل هېواد د جوړولو او د تېرو څلورو لسیزو د زخمونو د پټۍ اېښودلو بې مخینې خدمات یې پیل کړي دي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم او د غونډې نورو ویناوالو د ځوان قشر په ځانګړي توګه د لیکوالانو، ادیبانو او شاعرانو د هڅونې او ملاتړ په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هلې ځلې ستایلي او ترڅنګ یې ویلي، د دې امت او د افغانستان د مثبت بدلون په برخه کې د لیکوالانو او ځوانانو مبارزه ډېره مهمه ده.

د ګډونوالو په وینا، د الله تعالی لوی احسان دی، چې موږ ته یې اسلامي نظام راپه برخه کړی دی، په دې نظام کې د ټولو ولسونو سر، مال او عزت خوندي دي، عدالت او امن شتون لري، چې دغه ویاړ لوی رب موږ ته د ډېرو کړاوونو په پایله کې راکړی دی، چې ساتل او پالل یې ډېرو قربانیو ته اړتیا لري.