د زمري ۲۴مه په ټول هېواد کې ونمانځل شوه
د زمري ۲۴مه د هېواد په تاریخ کې یوه ویاړلې ورځ ده. څلور کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴مه د اسلامي امارت مجاهدینو له شل کلنې مبارزې او سرښندنو وروسته په هېواد کې د خپلواک او اسلامي نظام بنسټ کېښود.
په دې ورځ د شل کلن غربي اشغال لمن ټوله شوه، په هېواد یو ځل بیا د امن او سولې ټغر خپور شو او د اوږدې مودې بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شو.
په دې تاریخي ورځ هېوادوالو له ظلم او زور زیاتیو وروسته د ارام ساه واخیسته او افغانان له توپیر پرته یو ځل بیا پر یوه ټغر راټول شول.
افغانان هر کال د زمري ۲۴مه د ویاړلې او تاریخي ورځې په توګه نمانځي. په دې ورځ د افغانستان ټول قومونه د ویاړ، سرلوړۍ او غرور احساس کوي.
دا ورځ سږ کال هم د تېر په څېر په ټول هېواد کې په شور او ولولو ونمانځل شوه.
د فتحې ورځ د لویې جرګې په تالار کې هم ونمانځل شوه، چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او ګڼو هېوادوالو ګډون پکې کړی و.
د دې غونډې ګډونوالو د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځ د افغانانو د سرښندونو او قربانیو پایله ګڼلې ده.
دوی ویلي، چې د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره د ظلم او بېعدالتیو مخه ونیول شوه.
هېوادوال خوښ دي، چې څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه د بدبختیو، ناامنیو او فساد ټغر ټول شو او یو ځل بیا یې په سولهییزه فضا کې خپل ژوند پيل کړ.
خلیفه سراجالدین حقاني: هېواد ته راستانه شئ، د تېر کړنو حساب له هېچا سره نه کېږي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت غونډه کې له ټولو بهر مېشتو افغانانو غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.
خلیفه سراجالدین حقاني زیاته کړې، چې اوسمهال هېواد کې یو بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او د تېرو کړنو حساب له هېچا سره نه کېږي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې هېڅوک د چا په حق تجاوز نه شي کولای. دغهراز مسول نظام موجود دی او د هر چا غوښتنو ته پر وخت رسېدنه کېږي.
ښاغلي حقاني د زمري ۲۴مه د افغانانو د قربانیو پایله ګڼلې او ویلي یې دي، ازادي لوی نعمت دی او په قدر یې هغه څوک پوهېږي، چې درد او تکلیف یې لیدلی وي.
د کورنیو چارو د وزیر په خبره، د جهاد موخې د اشغال د ټغر ټولول او په افغانستان کې د اسلامي نظام راوستل وو، چې د زمري پر ۲۴مه همدا موخې ترلاسه شوې.
خلیفه سراجالدین حقاني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د هېچا لپاره ګواښ نه دی.
مولوي عتیقالله عزیزي: د افغانانو شل کلن جهاد به د تاریخ په پاڼو کې خوندي پاتې وي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ويلي، چې د افغانانو شل کلن جهاد به د تاریخ په پاڼو کې د عزت، غیرت او ایماني ثبات په نوم خوندي وي.
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې راتلونکي نسلونه به د دې جهاد څخه د ثبات، خپلواکۍ، قربانۍ او الهي نصرت الهام اخلي.
مولوي عتیقالله عزیزي د زمري ۲۴مه تاریخي او ویاړلې ورځ ګڼلې او ویلي یې دي، چې په دې ورځ خدای (ج) د افغانستان فاتح او مجاهد ملت ته له سترو استکباري او اشغالګرو پوځونو سره له اوږدې مبارزې وروسته فتحه او عزت ور نصیب کړ.
د هغه په خبره، دا هغه ورځ وه چې مجاهدین په فاتحانه ګامونو کابل ته ننوتل او د اشغال تور او کرغیړن فصل پای ته ورسېد.
نوموړي دغه راز له هېوادوالو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د اسلامي نظام او د سولې له ټینګښت څخه لا ملاتړ وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي: د عفوې د فرمان له مخې د تېرې ادارې چارواکي په امن کې ژوند کوي
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د عفوې د فرمان له مخې د تېرې ادارې چارواکي په هېواد کې په امن او هوساینه کې ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د تېرې ادارې د چارواکو ټولو حقونو ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د تېرو اختلافاتو له امله له چاسره زور زیاتی وکړي.
ښاغلي حنفي دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت د تېرې ادارې د پوځیانو د یتیمانو پالنې ته ژمن دی او د هغوی د زدهکړو لپاره هم ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د ریاست الوزرا اداری مرستیال په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو او د سیمې او اروپایي هېوادونو څخه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا ۳۵ ښارګوټي جوړ شوي دي.
نوموړي په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي، چې افغانستان ته راستانه او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
مولوي امیرخان متقي: د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره د ظلم او بېعدالتیو مخه ونیول شوه
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د زمري پر ۲۴مه د فتحې په مناسبت غونډه کې ویلي، چې د اسلامی امارت پر بیا واکمنېدو سره په هېواد کې د ظلم او بېعدالتیو مخه ونیول شوه.
نوموړي د افغانستان فتحه د ټول افغان ملت ګډه بریا بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغان ولس په تش لاس د ګڼو قربانیو په ورکولو سره افغانستان خپلواک کړ او اوس پکې اسلامي شریعت پلی کېږي.
ښاغلي متقي عمومي عفوه، د اسلامي شریعت تطبیق، د بشپړ امنیت او د مرکزي حکومت ټینګښت هغه مهم ګامونه بللي، چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو پورته کړي دي.
نوموړي دغه راز د یوې واحدې نظامي قوې جوړول، د قدرت د جزیرو له منځه وړل، له نشهیي توکو سره مبارزه، له کورنیو عوایدو د بودیجې تمویل او د افغانۍ د ثبات ساتل د اسلامي امارت مهمې لاستهراوړنې بللې دي.
د زمري د ۲۴مې تاریخي فتحې د نمانځنې غونډه د لويې جرګې په تالار کې روانه ده، چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او ګڼو هېوادوالو ګډون پکې کړی دی.





