ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د عفوې د فرمان له مخې د تېرې ادارې چارواکي په امن کې ژوند کوي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د عفوې د فرمان له مخې د تېرې ادارې چارواکي په هېواد کې په امن او هوساینه کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د تېرې ادارې د چارواکو ټولو حقونو ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د تېرو اختلافاتو له امله له چاسره زور زیاتی وکړي.

ښاغلي حنفي دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت د تېرې ادارې د پوځیانو د یتیمانو پالنې ته ژمن دی او د هغوی د زده‌کړو لپاره هم ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

د ریاست الوزرا اداری مرستیال په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو او د سیمې او اروپایي هېوادونو څخه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا ۳۵ ښارګوټي جوړ شوي دي.

نوموړي په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي، چې افغانستان ته راستانه او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.