ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره د ظلم او بې‌عدالتیو مخه ونیول شوه

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د زمري پر ۲۴مه د فتحې په مناسبت غونډه کې ویلي، چې د اسلامی امارت پر بیا واکمنېدو سره په هېواد کې د ظلم او بې‌عدالتیو مخه ونیول شوه.

نوموړي د افغانستان فتحه د ټول افغان ملت ګډه بریا بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغان ولس په تش لاس د ګڼو قربانیو په ورکولو سره افغانستان خپلواک کړ او اوس‌ پکې اسلامي شریعت پلی کېږي.

ښاغلي متقي عمومي عفوه، د اسلامي شریعت تطبیق، د بشپړ امنیت او د مرکزي حکومت ټینګښت هغه مهم ګامونه بللي، چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو پورته کړي دي.

نوموړي دغه راز د یوې واحدې نظامي قوې جوړول، د قدرت د جزیرو له منځه وړل، له نشه‌یي توکو سره مبارزه، له کورنیو عوایدو د بودیجې تمویل او د افغانۍ د ثبات ساتل د اسلامي امارت مهمې لاسته‌راوړنې بللې دي.

د زمري د ۲۴مې تاریخي فتحې د نمانځنې غونډه د لويې جرګې په تالار کې روانه ده، چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او ګڼو هېوادوالو ګډون پکې کړی دی.