ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زمري ۲۴مه په ټول هېواد کې ونمانځل شوه

د زمري ۲۴مه د هېواد په تاریخ کې یوه ویاړلې ورځ ده. څلور کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴مه د اسلامي امارت مجاهدینو له شل کلنې مبارزې او سرښندنو وروسته په هېواد کې د خپلواک او اسلامي نظام بنسټ کېښود.

په دې ورځ د شل کلن غربي اشغال لمن ټوله شوه، په هېواد یو ځل بیا د امن او سولې ټغر خپور شو او د اوږدې مودې بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شو.

په دې تاریخي ورځ هېوادوالو له ظلم او زور زیاتیو وروسته د ارام ساه واخیسته او افغانان له توپیر پرته یو ځل بیا پر یوه ټغر راټول شول.

افغانان هر کال د زمري ۲۴مه د ویاړلې او تاریخي ورځې په توګه نمانځي. په دې ورځ د افغانستان ټول قومونه د ویاړ، سرلوړۍ او غرور احساس کوي.

دا ورځ سږ کال هم د تېر په څېر په ټول هېواد کې په شور او ولولو ونمانځل شوه.

د فتحې ورځ د لویې جرګې په تالار کې هم ونمانځل شوه، چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او ګڼو هېوادوالو ګډون پکې کړی و.

د دې غونډې ګډونوالو د زمري پر ۲۴مه د فتحې ورځ د افغانانو د سرښندونو او قربانیو پایله ګڼلې ده.

دوی ویلي، چې د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره د ظلم او بې‌عدالتیو مخه ونیول شوه.

هېوادوال خوښ دي، چې څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه د بدبختیو، ناامنیو او فساد ټغر ټول شو او یو ځل بیا یې په سوله‌ییزه فضا کې خپل ژوند پيل کړ.