ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له نن څخه څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه په هېواد کې خپلواک اسلامي نظام حاکم شو

له نن څخه څلور کاله وړاندې د (۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه) د اسلامي امارت مجاهدینو پلازمېنه کابل فتحه کړ او په هېواد کې بشپړ خپلواک او اسلامي نظام حاکم شو.

په دې ورځ د شل کلن غربي اشغال لمن ټوله شوه، په هېواد یو ځل بیا د امن او سولې ټغر خپور شو او د اوږدې مودې بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شو.

د اسلامي امارت مجاهدینو په زیاتو قربانیو، سرښندنو او مبارزو د وخت زبر ځواک ته ماتې ورکړه او په هېواد کې یې د خپلواک شرعي نظام بنسټ کېښود.

د فتحې دا تاریخي لړۍ له نیمروز ولایت څخه پیل شوه. د اسلامي امارت مجاهدینو د (۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه) د الفتح عملیاتو په لړ کې نیمروز ولایت فتحه کړ. د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم وغځېده او بالاخره د همدې میاشتې پر ۲۴مه کابل فتحه شو.

د زمري پر ۱۶ د جوزجان مرکز شبرغان، پر ۱۷مه کندوز، سرپل او تخار او پر ۱۸مه بیا د سمنګان مرکز ایبک ښار فتحه شو.

د اسلامي امارت مجاهدینو د فتحې لړۍ جاري وساتله او د زمري پر ۱۹مه فراه او د بغلان مرکز پلخمري فتحه شول.

پر سبا یې (د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۰مه) د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار فتحه شو.

همدارنګه د زمري پر ۲۱مه غزنی او پر ۲۲مه کندهار، هلمند، هرات، بادغیس، روزګان، زابل، غور او لوګر د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاسونو فتحه شول.

له هېواد څخه د اشغال لمن په چټکۍ سره په ټولېدو وه، چې د اسلامي امارت مجاهدینو (۲۳-۵-۱۴۰۰) بلخ، پکتیا، پکتیکا، کونړ، فاریاب او لغمان ولایتونه فتحه کړل.

یوه ورځ وروسته (د زمري ۲۴مه) هغه تاریخي ورځ ده، چې افغانستان په بشپړ ډول له اشغال څخه خلاص شو او د اسلامي امارت مجاهدینو کابل فتحه کړ.

په دې ورځ (۲۴-۵-۱۴۰۰) د پلازمینې کابل په شمول بامیان، پروان، نورستان، کاپیسا، دایکندي، خوست، ننګرهار او میدان‌وردګ ولایتونه فتحه شول.

دا هغه زرینه ورځ ده، چې افغانان یې هر کال د ویاړلې او تاریخي ورځې په توګه نمانځي.

په دې تاریخي ورځ شل کلن غربي اشغال پای ته ورسېد، په هېواد کې امنیت ټینګ شو، هېوادوالو له ظلم او زور زیاتیو وروسته د ارام ساه واخیسته او افغانان له توپیر پرته یو ځل بیا پر یوه ټغر راټول شول.

هېوادوال خوښ دي، چې څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه د بدبختیو، ناامنیو او فساد ټغر ټول شو او یو ځل بیا یې په سوله‌ییزه فضا کې خپل ژوند پيل کړ.